پاکستان:نور طالبان د سولې شورا په مشوره خوشي کوو

د خپريدو وخت: 12:48 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

پاکستاني چارواکي اوس وایي چې د سولې شورا سره د یو نوي میکانیزم له مخې به نور طالبان خوشي کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نورو افغان طالب بندیانو په خوشي کولو کې به د افغانستان سولې شورا ته رسمي رول ورکړي او نور طالبان به له دې شورا سره په سلا مشوره خوشي کړي. ځینې افغانانو مخکې ګیله کړې وه چې د خوشي شویو طالبانو په اړه هېڅ معلومات نه لري چې د هغوی د پرېښودوغوښتنه یې د سولې پروسه کې د همکاري لپاره کړې وه.

پاکستاني چارواکي اوس وایي چې د سولې شورا سره د یوه نوي میکانیزم له مخې به نور طالبان خوشي کړي. د پاکستان د بهرنیوچارو لوړپوړي دیپلومات د دغه هېواد د سنا یوې کمیټۍ ته وویل چې د هغو طالبانو نومونه به د سولې شوراته واستول شي، چې اسلام اباد یې خوشې کول غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې سکرتر جلیل عباس جیلاني ویلي، د نوې میکانیزم له مخې به هغه طالبان خوشي کړي چې د سولې پروسه کې همکاري کولای شي. د طالب بندیانو په اړه په نوي میکانیزم روانه میاشت کې په لندن کې د پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو په غونډه کې خبرې شوې چې د برتانیا د لومړي وزیر له خوا جوړه شوې وه. د پاکستان د سنا( مشرانو جرګې) د بهرنیو چارو کمېټې د افغان طالبانو د خوشي کېدو په اړه له حکومت څخه غوښتنه کړې وه.

ښاغلي جیلاني کمېټې ته وویل چې د طالبانو د خوشي کولو پروسه یې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د سولې د شورا په غوښتنه پیل کړې ده.

یو شمېر افغان چارواکو اسلام اباد کې بي بي سي ته ویلي چې کابل د طالبانو د خوشې کېدو کار نیمګړی بولي، ځکه چې د خوشي شویو طالبانو په اړه هېڅ معلومات نه لري، چې چېرې تللي دي. پاکستان وایي چې تېرو دوو میاشتو کې یي ۲۶ طالب بندیان خوشي کړي دي. ښاغلي جیلاني تېره میاشت وویل، پاکستان د ټولو افغان طالب بندیانو د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

طالبانو د بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی و او دا يې د هغوی حق بللی و، چې د طالبانو د ویاند په وینا پاکستان کې یې هېڅ جرم نه دی کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .