جرمن ډاکټر دماغ کې "د شیطان ځاله" ومونده

د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391
دماغ

د شیطان ځاله د دماغ مخکنۍ برخې په منځ کې ده.

د جرمني د "بریمن" پوهنتون یوه پروفیسر او د اعصابو ډاکټر ګیرهارد ورت د انسان په مغزو کې یو تور سوری موندلی، چې وايي همدا د انسان په مغزو کې د شیطاني لمسون ځای او یا د هغه په وینا "د شیطان ځاله" ده.

د اعصابو په ژنونو کې په نړیواله کچه دغه وتلی ډاکټر وايي، همدغه ځای د انسان د کرکې، لمسونې او شیطاني کارونو د ترسره کولو آمر دی، چې میلیونونه انسانان له سمې لارې کږوي.

دی وايي، د ځینو مجرمو کسانو د ازموینې پرمهال یې د دوی په مغزو کې د ځینو داسې وېدیوګانو تر کتلو وروسته کشف کړ، چې ځینو مجرمینو یو وحشي کار ترسره کاوه، غلاوې او قتلونه یې کول.

نوموړی وايي، چې د دغو کسانو د دماغونو اندازه یې مالومه کړه، او دې پایلې ته ورسېد، چې د هرڅیز په لیدو یې د مغز ټولو برخو غبرګون ښود، خو یوه برخه ساکته یا ارامه پاتې وه.

د جرمني "بیلډ" ورځپاڼې ته دغه متخصص ډاکټر ویلي، چې له ازمویل شویو مجرمینو یې د هغوی د جرمونو کیسې هم اورېدلې دي.

چې د کیسې پرمهال یې د هغه په وینا "د دماغ د شیطاني ځالې" هېڅ غبرګون ونه لید.

غبرګون

دی وايي، په دماغ کې د "شیطان" دغه ځاله د هغو ژنونو په منځ کې پرته ده، چې د وېرې، خپګان او زړه سوي پرمهال غبرګون ښيي، خو دغه تور سوري هېڅ غبرګون ونه ښود.

دی وايي چې په همدغه تور سوري کې شیطان پیدا، لوی او د انسان د منحرف کېدو لامل ګرځي.

د جرمني دغه ۷۰ کلن پروفیسر د شیطاني کارونو تر شا لمسوونکی ژن پر درو برخو وېشلی: یو په هغه حالت کې، چې د مجرم روغتیايي حالت ښه وي، او جرم هم ډېر لوی نه وي.

دویم ته یې ده "خپلسرې بې باکي" ویلې ده، چې په وینا یې مغز د یوه منفي کار پروړاندې ترټولو ژر غبرګون ښيي، مانا دا چې که چېرې د ټوکې په حالت کې هم وي، غبرګون ښيي.

دماغ

ډاکټر روت وايي چې په همدغه تور سوري کې شیطان پیدا، لوی او د انسان د منحرف کېدو لامل ګرځي.

دی وايي، چې په دې حالت کې د هر راز ناسمې کلمې په اورېدو، یا ویلو او یا کتلو سره، په تور سوري کې پټ شوی شیطان راويښ شي او ژر غبرګون وښيي.

درېیم ژن یې ډېر خطرناک یاد کړی، داسې چې د لویو دیکتاتورو او یاغیانو پر ذهنونو واکمن وي، لکه هټلر، ستالین، ماوڅي تونګ، صدام حسین، قذافي او داسې نور.

دی وايي، چې دغه شان کسان ډېر جذاب او خوږې ژبې لري، خو دروغجن وي او د اورېدو حس یې ناسمه ژباړه کوي.

د نوموړي په وینا، دغه کسان هېڅکله د یوه جرم ترسره کولو ‎ پرمهال د ګناه او یا ناسمې کړنې احساس نه کوي، چې په وینا یې ددغو کسانو په مغزونو کې شیطان سم ځای نیولی وي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .