مصري محکمې د یوټیوب بندولو امر کړی

د خپريدو وخت: 08:28 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

پر یوټیوب د هغه فلم خپرېدو د نړۍ ټول مسلمانان غوسه کړل او په اسلامي هېوادونو کې د یاد فلم پر ضد د مظاهرو په لړ کې ۳۰ کسان ووژل شول

د مصر یوې محکمې په دغه هېواد کې پر یو ټیوب ویب پاڼې د یوې میاشتې لپاره بندیز لګولی. د دې بندیز وجه څو میاشتې مخکې پر دغه ویب پاڼه د اسلام مخالف فلم خپرېدل بلل شوې. پر یوټیوب د هغه فلم خپرېدو د نړۍ ټول مسلمانان غوسه کړل او په اسلامي هېوادونو کې د یاد فلم پر ضد د مظاهرو په لړ کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د مصر محکمې چارواکو ته امر کړی، چې تر یوې میاشتې پورې یوټیوب ته د خلکو د لاسرسي مخه ونیسي. محکمې دغه پرېکړه له هغه وروسته وکړه، چې یوه مصري سړي په دې اړه عریضه وکړه او په کې يي ولیکل، چې د اسلام ضد فلم د خپرېدو له امله په هېواد کې امنیتي ستونزې راپورته کېدای شي. د مصر حکومت د محکمې د دې پرېکړې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

یو ټیوب په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې یاد اسلام ضد فلم ته لاسرسی محدود کړ. دغه هېوادونه مصر، لیبیا، اندونېزیا او سعودي عربستان وو.

افغانستان کې هم دغه ویب پاڼه د افغانستان د امنیت شورا په غوښتنه وروسته له هغه وتړل شوه، چې په امريکا کې د اسلام په اړه د اسلام ضد فلم تر خپریدلو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالو ډک لاریونونه وشول.

خو د تېرې جنوري په لومړیو کې د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکو وویل، دغه تولنیزه پاڼه بیرته پرانستل شوې ده. د دغه وزارت د اترا ادارې مرستیال عبدالمالک نظري بي بي سي ته وویل، چې د اطلاعات او کلتور وزارت په رسمي غوښتنه یې دغه پاڼه بیرته پرانیستې ده او اوس یې مینه وال په هر ځای کې کتلی شي.

دارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین هم په خپله فیسبوک پاڼه کې هغه مهال ولیکل، چې دغه ویډیو شریکونکې پاڼه بیرته پرانستل شوې خو هغه هېله څرګنده کړې، چې د پاڼې مینه والو به د هغې د استعمال سمه لاره زده کړې وي.

تېره اونۍ د مصر یوې محکمې د یاد فلم د جوړونکي لپاره د مرګ د سزا امر کړی و. د فلم پروډیوسر مصر نژاده امریکایی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .