فضل الرحمن مذاکراتو کې ګډون لپاره قطر ته تللی

د خپريدو وخت: 06:49 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

تر اوسه معلومه نه ده، چې مولانا فضل الرحمن د قطر په خبرو کې د پاکستاني حکومت په استازيتوب ګډون کوي او که د منځګړي رول لري.

د پاکستان د جمیعت علماء اسلام ګوند امیر مولانا فضل الرحمن د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په خبرو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی.

د نوموړي د ګوند یوه مهم مشر حافظ حسین احمد ویلي، مولانا فضل الرحمن د امریکا او طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري او نوموړی به د دواړو لوریو تر منځ خبرو کې رول ولري.

حافظ حسین احمد بي بي سي ته وویل، مولانا فضل الرحمن د امریکا او ‌طالبانو تر منځ په خبرو کې له پرمختګ رامنځ ته کېدو وروسته قطر ته تللی.

د نوموړي په وینا له مولانا فضل الرحمن سره د قبایلي سیمې یو بل مشر هم دې سفر کې ملګرتیا کوي ، چې د پاکستاني پارلمان غړی دی.

د نوموړي په خبره په اوسنیو خبرو کې د افغانستان د حکومت او سولې د عالي شورا هېڅ استازی ګډون نه لري او دا خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ کېږي.

کابل کې د سولې د عالي شورا یوه غړي بي بي سي ته وویل، چې دوی قطر ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په باب معلومات نه لري او نه هم په دې لړ کې له افغان حکومت سره سلا مشوره شوې.

افغان حکومت له دې مخکې هم شکایت درلود، چې دوی ته له معلوماتو ورکولو پرته امریکايي مقامات په مستقیم ډول له طالبانو سره مذاکرت کوي.

بل لور ته طالبان هم وايي، په خبرو کې د دوی مقابل لوری امریکایان دي او له هغوی سره له مذاکراتو وروسته له افغان حکومت سره خبرې کول ممکن دي.

قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل کېدو خبرونه هم له څه مودې راهیسې اورېدل کېږي او تر۱۰ ډېر طالب مرکچیان له تېر یوه کاله راهیسې په قطر کې له خپلو کورنیو سره مېشت دي.

خو افغان طالبانو تر اوسه په قطر کې په رسمي توګه د خپل دفتر د پرانیستل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې مولانا فضل الرحمن د قطر په خبرو کې د پاکستاني حکومت په استازيتوب ګډون کوي او که د منځګړي رول لري.

افغان طالبانو هم د منځګړي په توګه د مولانا فضل الرحمن رول نه دی تایید کړي او نه يي هم رد کړی.

ویل کېږي، چې مولانافضل الرحمن او د هغه ګوند جمیعت العلماء اسلام له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري. نوموړی قطر ته داسې مهال سفر کوي، چې پاکستاني طالبانو هم له پاکستاني حکومت سره د خبرو لپاره د هغه د ضمانت غوښتنه کړې.

جمیعت علماء اسلام د پاکستان له مهمو سیاسي مذهبي ګوندونو څخه یو دی، چې په خېبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې پراخ نفوذ لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .