"ارګو" د بفتاس غوره فلم جایزه وګټله

د خپريدو وخت: 07:30 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391
بن افیلک

بن افیلک د "بفتا" جایزو د وېشلو پرمهال وویل: "زه ډېر ویاړ کوم او د دغې جایزې په مقابل کې د مننې لپاره هېڅ کافي الفاظ نه لرم".

د فلمي نړۍ ستر ستوري د "بفتا" په نامه د برتانيا د فلم او تلوېزيون د ۶۶ دور د جايزو د ترلاسه کولو لپاره د لندن سلطنتي اوپېرا په تالار کې راټول شوي و.

بين افليک د "ارگو " په نوم د ايران يرغمل ډرامې او فلم د ښه ډايرکټر جايزه وگټله او دانيل ډې ليوس ته د ښه لوبغاړي جايزه ورکړل شوه .

او پنځه اتيا کلنې فرانسوۍ هنرمندې ايمنويل ريوا " آمور" کې د رول لوبولو له کبله د بفتا د ښې هنرمندې جايزه ترلاسه کړه.

بفتا ددې مياشتې په پاى کې د لاس انجلس د اوسکار ترغونډې د مخه د سينما په برخه کې يوه لويه پېښه ده.

فلمي ستونری افیلک د غوره تولیدوونکي لقب وګاټه او فلم یې غوره مونتاژ وبلل شو.

په فلم کې د ایران د اسلامي انقلاب له پېر وروسته په دغه هېواد کې د امریکايي برمته شویو د خوشي کېدو کیسه انځور شوې ده.

د "ارګو" ترڅنګ د بفتاس فلمونو د غوره جایزې ګټلو لپاره "لایف اف پای"، "لینکولن"، "زیرو ډارک تېرټي" او ځینې نور فلمونه هم کاندید شوي وو.

 ایمانوېل ریوا

فرانسوۍ ممثلې ایمانوېل ریوا بیا په "چارې" فلم کې د غوره ادا کارې لقب وګاټه.

خو د "لینکولن" فلم تولیدوونکي سټیفن سپیلبرګ فلم کې د غوره ادا کار جایزه دانیال ډې لویس وګټله.

او فرانسوۍ ممثلې ایمانوېل ریوا بیا په "آمور" فلم کې د غوره اداکارې لقب وګاټه.

ویاړ او مننه

بن افیلک د "بفتا" جایزو د وېشلو پرمهال وویل: "زه ډېر ویاړ کوم او د دغې جایزې په مقابل کې د مننې لپاره هېڅ کافي الفاظ نه لرم".

ډې لویس بیا د خپلې جایزې د اخیستو پروخت وویل، په خاطر کې یې نه راتله، چې د دغې جایزې ګټونکی به شي "خو پوهېږم، چې تاسو مستحقو کسانو ته جایزې ورکړې".

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .