د عیسویانو مذهبي مشر ناڅاپي استعفا اعلان کړه

د خپريدو وخت: 11:51 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

۸۵ کلن پاپ په ۲۰۰۵ کال کې د جان پال تر مړینې وروسته د عیسویانو مذهبې مشر په توګه وټاکل شو.

شپاړسم پاپ بندیکټ اعلان وکړ چې د دې میاشتې تر پایه به له خپلې دندې استعفا ورکړي.

دی وايي، چې د دې دندې ترسره کولو لپاره یې عمر ډېر زیات دی.

۸۵ کلن پاپ په ۲۰۰۵ کال کې د جان پال تر مړینې وروسته د عیسویانو مذهبې مشر په توګه وټاکل شو.

د واتیکان مشرانو کې استعفا کومه نوي خبره نه ده، خو په نوی پېر کې دا لومړی ځل دی چې یو پاپ د خپلې استعفا اعلان کوي.

کلېکاږل د پاپ بنډیکټ ژوند په انځورونو کې

تر دې وړاندې ټولو مشرانو تر خپله مرګه پورې په واټیکان کې دنده ترسره کوله.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ ویلي، په ۸۵ کلنۍ کې له جسمي پلوه نه شي کولی خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د وداتیکان یو ویاند وايي، ان د پاپ نژدې سلاکاران هم له دې د پرېکړې خبر نه وو.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو مونتي ویلي، دې ناڅاپه خبر ډېر حیران کړی دی.

ننګونې

په تېرو کلونو کې پاپ له یو شمېر سختو ننګونو سره مخ شو.

د پادریانو له خوا په کاتولیکه کلیسا کې پر کوچنیانو جنسي تېری او د پاپ خدمتګار د پټو اسنادو د غلا په تور په علني توګه محاکمه کېدل هغه څه و، چې په دې وروستيو کې یې پاپ له ستونزو سره مخ کړي و.

جوزیف رتزینګر په تاریخ کې یو تر ټولو زوړ پاپ و، چې په ۷۸ کلنۍ د پاپ په توګه وټاکل شو.

"هيله ده دغه ورځ (کریسمس) په افغانستان او پاکستان کې امنيت او د بشري حقونو درناوی راولي."

پاپ بنډیکټ

تېر کال د کاتوليکو مسيحيانو مشر پاپ بنديکټ په لبنان کې څنگ پر څنگ د مسلمانو او مسيحي ټولنو شتون وستايه او وويل، ''دا د منځني ختيځ لپاره يوه ښه بېلگه کېداى شي.''

پاپ د سولې اپيل وکړ او ټولو مذهبونو کې د تندلارۍ او سخت دريځۍ غندنه وکړه.

د نوي کال په ورځ پاب په منځني ختيځ، افغانستان او پاکستان کې هم د سولې او امنيت هيله څرګنه کړه، ده وويل:

''هيله ده د کرېمېس رڼا يو ځل بيا پر هغه ځمکه وځلېږي، چې عيسی 'عليه السلام' په کې زېږېدلی و، اسراييليانو او فلسطينيانو ته ددې الهام ورکړي، چې د ګډ عادلانه او سوله ييز ژوند لپاره هڅه وکړي. هيله ده دغه ورځ په افغانستان او پاکستان کې امنيت او د بشري حقونو درناوی راولي.''

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .