مالي کې جګړې بیا زور اخیستی

د خپريدو وخت: 07:36 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

فرانسوي او مالي ځواکونو تېره شپه د يوه څه وخت لپاره په ښار کې امنيت خوندي کړ خو اوس جګړې بیا زور اخیستی.

د مالي په شمالي ښار "ګاوو" کې وروسته له هغه چې د يکشنبې په ورځ اسلامپالو ياغيانو په دغه ښار ناڅاپي بريد وکړ، جګړه له سره توده شوې ده.

ياغيانو دغه بريد له هغه دوه اونۍ وروسته کړی چې له دغه ښاره وتو ته اړ کړل شول. فرانسوي او مالي ځواکونو تېره شپه د يوه څه وخت لپاره په ښار کې امنيت خوندي کړ خو اوس جګړې بیا زور اخیستی.

يوه فرانسوي جنرال وويل د يکشنبې په برید کې له ۱۰ ډېرو ياغي جنګياليو برخه اخيستې وه. عيني شاهدانو ويلي ياغيان پر موټرسايکلو ښار ته ننوتي او د اوږې د سر توغندي يې وکارول.

فرانسوي ځواکونو په غبرګون کې په زغره والو گاډو او چورلکو د مالي پوځونو ملاتړ وکړ. وړمه ورځ مالي پوځیانو وویل، یوه ځانوژونکي برید ګر په ځان پورې تړلي باروت په ګاوو ښار کې یوې پوستې ته نژدې وچودل.

"عيني شاهدانو ويلي ياغيان پر موټرسايکلو ښار ته ننوتي او د اوږې د سر توغندي يې وکارول."

دا په تېرو دوو ورځو کې دویمه ورته پېښه ده چې کېږي. په مخکینۍ پېښه کې هم یوه موټرسایکل سپاره سړي ځانوژونکی برید وکړ او یو مالي عسکر یې ټپي کړ.

د جمعې په ورځ یوه ځانووژونکي بریدګر په ګاوو ښار کې د پوځیانو خوا ته په ځان پورې تړلي باروت وچودل، چې له کبله يي یو پوځي ټپي شو. دغه برید د القاعده اړوند کسانو وکړ.

د تېرې جنوري په وروستیو کې د فرانسې په مشرۍ په مالي کې د عملیاتو په لړ کې ګاوو ښار له اورپکو ونیول شو.

د فرانسې چارواکو هغه مهال وویل، چې د ګاوو ښار هوايي ډګراو د جنوبي سیمې مهم ستراتیژیک پله امنیت به ټينګ وساتي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .