مصر کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته مخامخ اړودوړ رامنځ ته شوی

د خپريدو وخت: 08:24 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

مصر کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لړۍ قاهره کې د انقلاب د دویمې کلیزې د جشن پر مهال د جنوري په ۲۴ پیل شوه.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د پخواني ولسمشر محمد حسني مبارک د حکومت ړنګېدو په یاد تر سره شوي لاریون کې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ و ډب شوی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته مخامخ د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د دوشنبې په ورځ هغه مهال اخ و ډب رامنځ ته شو، چې مظاهره کوونکو د ماڼۍ مخې ته د پرتو اغزنو مزو د پرې کولو هڅه وکړه.

یو شمېر مظاهره کوونکو نارې وهلې، چې "خلک غواړي حکومت نسکور کړي."

یو شمېر نورو پر دیوالونو ولیکل، چې "پرېږدﺉ."

مظاهره کوونکو ډبرې وېشتلې، چې په ځواب کې یې پولیسو اوبلن توپونه ووېشتل او اوښکې بهوونکی ګاز يي وکاراوه، خو په دې اړو دوړ کې د چا د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ولسمشر مرسي سیاسي مخالفین پر نوموړي تور لګوي، چې د انقلاب له مقصدونو سره خیانت کوي، خو د محمد مرسي پلویان وايي مخالفین غواړي په جمهوري توګه د هېواد ټاکل شوی ولسمشر له واکه لرې کړي.

"محمد حسني مبارک مصر کې نژدې ۳۰ کاله واکمن و او د سختو ولسي احتجاجونو په نتیجه کې اړ شو، چې د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۱ واک پرېږدي."

محمد حسني مبارک مصر کې نژدې ۳۰ کاله واکمن و او د سختو ولسي احتجاجونو په نتیجه کې اړ شو، چې د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۱ واک پرېږدي.

بل لور ته مصر کې پراخ اندي مخالف ګوندونه پر ولسمشر محمد مرسي تور لګوي، چې نوموړی غواړي په هېواد کې یو نوی ډول دکتاتوري نظام واکمن کړي او دا چې ښاغلی مرسي د ۲۰۱۱ د انقلاب ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. ولسمشر مرسي دغه تورونه ردوي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې نوموړي خبرداری ورکړ، چې امنیتي ځواکونه به د دولتي ادارو د ساتنې لپاره سخت اقدامات وکړي او هغه کسان به (په سیاسي توګه) مسوول وبلل شي، چې زور زیاتي ته لمن وهي. مصر کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لړۍ قاهره کې د انقلاب د دویمې کلیزې د جشن پر مهال د جنوري په ۲۴ پیل شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .