'صفیه حلیم ټکی کام'، نوې پښتو وېبپاڼه

د خپريدو وخت: 07:29 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391

په دغه وېبپاڼه کې د افغانستان، پښتونخوا، سیمې او نړۍ په تړاوو پر یو شمېر تاریخي او علمي لیکنې اچول شوې دي.

د پښتو ژبې لیکوالې او ژورنالیستې صفیه حلیم په خپله نامه یوه وېبپاڼه جوړه کړې او پر لیکه کړې ده.

اغلې حلیم وايي دا وېبپاڼه یې ځکه جوړه کړه چې په افغانستان او له افغانستان نه د باندې، د پښتو ژبې ویونکي او په ځانګړي ډول د خپل هنر اواثارو مینه وال یې لیکنو، شننو، او څېړنو ته اسانه لاسرسی ولري.

صفیه حلیم تر دې دمه په پښتو او انګلیسي ژبو کې تر لسو ورپورته تاریخي، علمي او هنري چاپ شوي اثار لري.

زموږ همکار جعفر هاند د صفیه حلیم وېبپاڼه لېدلې او د پیلوزې لپاره یې دا راپور پرې چمتو کړی دی.

کلېکاږل صفیه حلیم ټکی کام، د پښتو ژبې د لیکوالې، څېړونکې او خبریالې صفیه حلیم وېېپاڼه ده چې اوس- اوس یې تازه جوړه کړې او له لندن نه یې پر لیکه کړې ده.

په دغه وېبپاڼه کې، د افغانستان، پښتونخوا، سیمې او نړۍ په تړاوو پر یو شمېر تاریخي او علمي لیکنو او شننو سربېره، د وېیپاڼې د چلوونکې یو شمېر لنډې کیسې، نثرونه او ادبي ټوټې په پښتو او انګلیسي ژبو پر لیکه شوي دي.

نوموړې د خپلې وېبپاڼې د جوړولو هدف ځوان نسل ته په اسانه ډول د معلوماتو رسول بولي، او دا چې هره لیکنه او څېړنه یې د کتاب بڼه موندلی نه شي، نو پر وېیپاڼه یې خپرول غوره او اسانه لار ده:

د مالوماتو سرچینه

"د انټرنېټ په مجازي نړۍ کې د ګڼو پښتو وېېپاڼو په منځ کې د دا ډول یوې وېبپاڼې موجودیت، پښتنو او د پښتو ژبې نورو مینه والو ته څومره ګټور او اغېزناک تمامېدی شي؟"

''د وېبپاڼې د جوړولو تر ټولو لوی هدف دا و چې دا به د چټکو معلوماتو یوه سرچینه وي، هغوی چې د خپل کلتور، تاریخ، جغرافیې ، ژبې او نورو موضوعګانو په تړاوو معلومات غواړي، دغه ویېپاڼه کتلی شي. ژورنالستان هم د خپلو راپورونو لپاره د معلوماتو د موندلو لپاره دغه وېپاڼه کارولی شي، بله خبره دا وه زما کوم کتابونه چې چاپ شوي دي، په خپله افغانستان او له افغانستان نه د باندې ډېرو خلکو نه دي رسیدلي او یا هغوی موندلي نه دي، نو دغه وېبپاڼه د هغوی لپاره هم ښه لار ده چې دغه کتابونه ولولي، ما ډېرې داسې لیکنې کړي چې ښايي په کتابي بڼه یې چاپ نشم کړی، نو پر وېیپاڼې یې خپرول اسانه لار ده''.

په پښتو ژبه کې ګڼې، خبرې، سیاسي، علمي او هنري وییاڼې موجودې دي، خو ښايي صفیه حلیم لومړنۍ پښتنه لیکواله وي چې د خپلو لیکنو او څېړنو د خپرولو لپاره یې په خپل نوم وېیپاڼه جوړه کړې ده.

د انټرنېټ په مجازي نړۍ کې د ګڼو پښتو وېېپاڼو په منځ کې د دا ډول یوې وېبپاڼې موجودیت، پښتنو او د پښتو ژبې نورو مینه والو ته څومره ګټور او اغېزناک تمامېدی شي؟

لیکوال او خبریال محمد اصف شینواري د صفیه حلیم وېیپاڼه او په هغې کې یې بېلابېلې لیکنې لیدلې او لوستلي دي:

د صفیې ځینې اثار

  • د هندوستان پښتانه
  • بهوپال
  • مالیر کوتلا
  • باره بستي
  • بیهار
  • ښکلی کتاب
  • زبېښاک او دنیا
  • نیمګړی انځور
  • ښایست

''ما د صفیه حلیم وېبپاڼه ولوستله، زه د هغې د لیکنو او د کریکټر د یوه مینه وال په توګه دا پر پښتو ژبې یوه پر ځایه زیاتونه بولم، په دې وېبپاڼې کې چې ما ولوستله، بېلابېل مسایل په کې د لوستونکو لپاره ځای کړل شوي دي، لکه د دې د کتابونو په تړاوو، ژورنالیزم، لرغونې نړۍ او داسې نورو موضوع ګانو په تړاو معلومات شته.

خو زما یوه اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې لا انټرنیټ هومره عام شوی نه دی چې ټول لوستي کسان دې اغلې حلیم له سایټ نه ګټه پورته کړي، زه وایم چې صفیه حلیم باید پر دې فکر وکړي چې څنګه کولی شي له نورو لارو چارو نه خپل معلومات، لیکنې او لاسوندونه له خپلو مینوالو او لوستنکو سره شریک کړي''.

صفیه حلیم تر دې دمه پر پښتو او انګلیسي ژبو تر پنځلسو ډېر علمي، تاریخي او هنري اثار لیکلي او خپاره کړي دي، چې مهم تاریخي اثر یې په هند کې د پښتنو د ژوند ژواک په تړاو څېړنه او شننه ده، او د علمي برخې یو مهم کتاب یې د ژورنالیزم په نامه، چاپ شوی دی.

هغه دا مهال د خپلې سیمې په تړاوو د یو لړو موضوعګانو پر څېړنو او شننو بوخته ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .