اوباما: یوه کال کې له افغانستانه نیمايي عسکر وباسو

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391
اوباما

اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځيانو په اړه هېڅ ونه ویل.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پخپله کلنۍ وینا کې د متحدو ایالتونو د سوکه اقتصادي ودې د چټکتیا ژمنه وکړه.

نوموړي دا هم وویل، چې په امریکا کې به د "ښې منځنۍ-کچې دندې" رامنځ ته کړي.

بارک اوباما د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ، د افغانستان، شمالي کوریا، سوریې او ایران په اړه هم څرګندونې وکړې.

نوموړي وویل، چې د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې به له افغانستانه خپل ۳۴ زره امریکايي سرتېري وباسي.

له افغانستانه د ۳۴ زرو امریکايي سرتېرو په وتلو سره به، د امریکايي پوځيانو ۶۶ زره شمېر نژدې نیمايي ته راټيټ شي.

ولسمشر اوباما وویل، د راتلونکي ميلادی کال له پای سره به يې په افغانستان کې جګړه هم پای ته رسېدلې وي:

"دا پسرلی به زموږ د ځواکونو رول په مرستندويه بدل شي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه به په سر کې وي. نن شپه زه اعلانوی شم، چې د راتلونکي يو کال کې به نور ۳۴ زره امريکايي ځواکونه له افغانستان نه کورته ستانه شي، د ځواکونو دا کمونه به روانه وي، او د راتلونکي کال له پای سره به افغانستان کې زموږ جګړه پای ته رسېدلې وي."

ولسمشر اوباما وويل پام به د افغان ځواکونو په روزنه راغونډ وي، او له افغانستان سره به يې د هېواد ژمنتيا دوام کوي:

خپلواک افغانستان

"له ۲۰۱۴ کال وروسته به د يو موټي او خپلواک افغانستان سره د امريکا ژمنتيا روانه وي، خو زموږ د ژمنتيا بڼه به بدله شي. موږ له افغان حکومت سره پر يوه هوکړه ليک خبرې کوو، چې پر دوو ماموريتونو راغونډ دی، د افغان ځواکونو روزنه او سمبالونه چې دغه هېواد بيا په ګډوډۍ کې ور ونه ښويېږي. او د ترهګرۍ ضد هلې ځلې چې موږ ته د القاعدې او ورسره تړلو ډلو پسې اخيستلو لار هواروي. نن هغه ډله چې پر موږ يې د سپتمبر پر ۱۱مه بريد وکړ د خپل پخواني جوړښت سيوری شوی دی".

په پام کې ده چې په افغانستان کې د امریکا جګړه ییز عملیات د ۲۰۱۴ کال ترپایه ختم شي، خو دا لا څرګنده نه ده،چې په دغه هېواد کې به تر ټاکل شوي مهال وېش وروسته څومره امریکايي پوځيان پاتې کېږي.

د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو دنده یوازې د افغان پوځ پر ملاتړ او روزنې پورې تړلې ده.

اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځيانو په اړه هېڅ ونه ویل.

تېره اوونۍ، امریکايي او افغان ولسمشرانو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد پر چټکوالي خبرې وکړې.

"بارک اوباما یوځل بیا ټینګار وکړ، چې هېواد یې د ایران د اتومي هڅو د مخنیوي لپاره هر راز اړین ګام اخیستو ته چمتو دی."

سپینې ماڼۍ وړاندې اشاره کړې وه، چې ګني افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت تر ختمېدا وروسته د نژدې نهو زرو امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو وړاندیز غوره بولي.

وړاندې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم ویلي وو چې تر مهال وېش وروسته به یو شمېر ناټو ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.

په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر ۱۰۰ زرو ته رسېدلی و.

اقتصاد

ولسمشر اوباما پخپله کلنۍ وینا کې تر ډېره د خپل هېواد د سوکه اقتصادي وضعیت پر چټکتیا رڼا واچوله.

نوموړي د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، د اوسني امریکايي نسل دنده د هېواد د سوکه اقتصادي وضعیت پرمختیا او وده ورکول دي.

ده وویل، چې د امریکا د منځنۍ کچې خلکو اقتصادي وضعیت باید ورغول شي.

خبریالان وايي، ښاغلي اوباما پخپلو څرګندونو کې د راتلونکو څلورو کلونو د واکمنۍ لپاره د خپل لومړیتوب اصلي ټکي روښانه کړل.

افغانستان کې امریکايي پوځيان

په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر ۱۰۰ زرو ته رسېدلی و.

په داسې حال کې چې میلیونونه امریکایان لاهم بې کاره دي، اټکل دی، چې د دغه هېواد ناجوړ اقتصادي وضعیت د ټپونو لپاره پټۍ وګرځي.

ایران

ولسمشر اوباما پخپله وینا کې د ایران اتومي پرورګرام ته هم لنډه اشاره وکړه.

نوموړي وویل، ایراني مشران باید پوی شي، چې د دپلوماتیکو خبرو لپاره همدا اوس ښه وخت دی.

بارک اوباما یوځل بیا ټینګار وکړ، چې هېواد یې د ایران د اتومي هڅو د مخنیوي لپاره هر راز اړین ګام اخیستو ته چمتو دی.

خو ایران وايي، چې اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .