م. م د شمالي کوریا اتومي ازموینه سرغړونه بولي

د خپريدو وخت: 06:48 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391

امریکا د شمالي کوریا اتومي ازموینه نړیوال ګواښ ګڼي.

شمالي کوريا له مخې ګوتڅنډنه کوله چې چې بله اتومي ازموينه به کوي، خو د ملګريو ملتونو امنيت شورا يې اټکل کاوه، نو ځکه یې بېړنۍ غونډه وکړه.

امنيت شورا په خپله خپره کړې اعلاميه کې په پياوړې توګه دغه ازموينه وغندله، او د ملګريو ملتونو له مخکينيو پرېکړه ليکونو يې خطرناکه سرغړونه وبلله، او د مناسبوږ ګامونو پورته کولو ژمنه يې هم وکړه.

په ملګريو ملتونو کې د امريکا سفيرې سوزان رايس خبريالانو ته وويل شمالي کوريا دې عمل دغه هېواد لا نور ګوښی کړی او سيمه ييز او نړيوال امنيت ته يې ګواښ جوړ کړی دی:

"شمالي کوريا له نړيوال قانون نه په سرغړونې نه اوس ګټه اخلي او نه هم راتلوني کي. له خپلې اعلان کړې ټاکلې موخې چې يو پياوړی او ښېراز هېواد شي، د کوريا خلکو ډيموکراټيک جمهوريت يې پر ځای د پراخې ويجاړۍ وسلو ترلاسه کولو ناسمې تګلارې سره په زياتېدونکي ډول خپل خلک ګوښي کړي او بېوزلي کړي دي.

شمالي کوريا پر خپلو اتومي او توغنديو پروګرامونو پرله پسې کار سره په جدي ډول سيمه ييزه سوله او امنيت ته زيان رسوي، او د امريکا په ګډون د يو شمېر هېوادونو امنيت ته ګواښ جوړوي."

بندیزونه

خو تر اوسه ګوښی والی او فشار د شمال کوريا له لوري له پر له پسې پارونې سره مخاخ شوی، او داسې نښې نشته چې چې د بنديزونو بل پړاو به دغه کنګلين دريځ مات کړي.

څېړونکي وايي دا ځکه چې پيونګ يانګ د امنيت شورا ځوابي ټېلې پر تله د سختې ټېلې ته چمتو ښکاري.

ملګريو ملتونو ته د شمالي کوريا ښکاره ننګونه د دې څرګندونه کوي چې دوی د خپلو اتومي وسلو پروګرام د يو سټراټيژيک ځواک په توګه ګوري، چې لاس ترې نه شي اخيستی.

چين چې د دغه هېواد ملګری دی، د سزا ورکولو لپاره په امنيت شورا کې د ځينو بنديزونو ملاتړ کوي، چې داسې څه به د پيونګ يانګ واکمن نظام ثبات ونه ننګوي، چې په چلن کې يې بدلون راشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .