امریکايي جنرال د افغان پوځ د ځواکمنۍ ملاتړ کړی

د خپريدو وخت: 18:33 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

د هغه جوړ جاړي له مخې، چې د ناټو شیکاګو په سرمشریزه کې پرې سلا شوې وه، د دغه تړون هېوادونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته د مخکینې پلانه په ټیټه د ۲۳۰ زره افغان ځوک لپاره لګښت برابروي، چې د کال به ۴ اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته رسېږي.

هغه امریکايي جنرال چې ټاکل شوې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشري پر غاړه واخلي، د افغان پوځ د ځواکمنۍ ملاتړ کړی، چې له مخې به یې شمېر څه د پاسه ۳۵۰ زره سرتېري وي.

جنرال لوید اسټن چې د امریکا په مشرانو جرګه کې یې پر نوې دندې د تصویب غونډې ته وینا کوله وویل لا پیاوړی افغان ځواک که څه هم ګران تمامیږي، خو د امریکایانو له وتلو وروسته به د ‌طالبانو له خوا د زیان پر وړاندې ودریږي.

د هغه جوړ جاړي له مخې، چې د ناټو شیکاګو په سرمشریزه کې پرې سلا شوې وه، د دغه تړون هېوادونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته د مخکینې پلانه په ټیټه د ۲۳۰ زره افغان ځوک لپاره لګښت برابروي، چې د کال به ۴ اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته رسېږي.

د جنرال اسټن د څرګندونو اورېدو غونډه کې عراق جګړه کې هم د ده د تجربو په اړه پوښتنې راپورته شوې، چې په کې د امریکايي ځواکونو لپاره له قضايي څار نه د خوندیتوب پر سر کوم جوړ جاړي ته رسېدنه و نه شوه او بیا په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه ټول امریکايي پوځونه ووتل.

دا چې له افغانستان سره په تړاو د امریکايي سیاستوالو او پرېکړه کوونکو اندېښنې پر څه راڅرخي، د امریکا د نبراسکا په پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه شېرجان احمدزی یې په اړه وايي:

د امریکا د ولس او سیاستوالو اندېښنې ډول ډول دي، خو په مشخصه توګه په نظامي او اقتصادي برخو کې د افغانستان په تړاو ځانګړې اندېښنې لري، په پوځي برخه کې د دوی اندېشنې دادي، چې باید امریکایان هلته ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي او خپل کور ته ستانه شي، خو په دې شرط، چې هلته کومې لاس ته راوړنې دوی لرلې، هغه باید وساتل شي.

د نوموړي په وینا یو شمېر امریکایان فکر کوی، چې یا باید د هغو پوځیانو شمېر چې افغانستان کې د دې لاس ته راوړنو د ساتلو لپاره پاتې کېږي، دومره لږ نه وي، چې هلته د دوی شته لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي، یا طالبان بېرته ځواکمن شي.

ښاغلی احمدزی وايي، چې دې سره داسې بحثونه هم کېږي، چې افغان ځواکونه باید دومره وړتیا ولري، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې تشه ډکه کړي.

د امریکايي ادارې چارواکو خبرداری ورکړی، که له افغانستان سره د امریکايي پوځیانو د قضايي خوندیتوب پر سر هوکړه و نه شي، نو ټول امریکايي ځواکونه به له افغانستانه ووځي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو امریکايي مقاماتو باور څرګند کړی، چې یوه تړون ته رسېدل ممکن دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .