د نړۍ "تر ټولو بد رنګه ښځه" تر مړینې ۱۵۳ کاله وروسته

د خپريدو وخت: 08:30 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

مکسیکو کې د جولیا پسترانا د مړي خښولو لپاره رسمي مراسم جوړ شوي وو.

د نړۍ "تر ټولو بد رنګه ښځه" جولیا پسترانا، چې د اروپا له اصلي اوسېدونکو څخه وه، تر مړینې ۱۵۰ کاله وروسته، د مکسیکو په اصلي ټاټوبي کې بیا خاورو ته وسپارل شوه.

نوموړې په نولسمه پېړۍ کې اروپا کې اوسېدلې وه.

جولیا ژنتیکي ستونزې لرلې، همدا وه چې ټول مخ یې وېښتانو نیولی و.

په ۱۸۶۰ کال، له مړینې وروسته د هغې امریکايي مېړه د دې مړی د ناروې شمال ته ولېږداوه.

خو په روانه اوونۍ کې یې مړی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې سینالوا دي لیفا ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغې پر قبر رنګارنګ ګلونه کېښودل شول.

د سینالوا والي، ماریو لوپیز وویل: "بشري وحشت او د بشر ضد ناوړه کارونو پایلې ته وګورﺉ، چې له دغې ښځې سره شوي، دا یوه لویه کیسه ده."

خو پاپ جیمي رایز ریتانا د جولیا غم شریکۍ په خاطر وویل: "انسان باید له هېڅ بل انسانه کرکه ونه کړي. "

تاریخ کې ځای

جولیا په ۱۸۳۴ کال استرالیا کې په داسې حالت کې زیږېدلې وه، چې له hypertrichosis ناروغۍ او د وېښتانو زښته ډېرې ودې له کبله رنځېدله.

وېښتانو د هغې ټول مخ ونیو، او ان په ژامو کې یې هم وېښتان راوختل.

همدا وو، چې ګڼو خلکو هغه "خوګه ښځه" یا "بیزوګۍ" بلله.

جولیا پسترانا

د جولیا پسترانا پر بد سربېره پر مخ او خوله کې هم وېښتان راختلي وو.

خو تر ۱۸۵۰ کال پورې لسیزه کې هغې د یوې امریکايي موسیقي ډلې له مشر تیودور لینت سره واده وکړ.

د هغې مېړه غوښتل، چې د خپلې ښځې اضافي وېښتان له منځه یوسي او له هغه سره په ډله کې سندرې ووايي او نڅا وکړي.

خو په ۱۸۶۰ کال داسې حال کې مسکو کې مړه شوه، چې دې ته ورته یو کټ مټ زوی یې هم پیدا شو.

خو زوی یې له زېږېدو څو ورځې وروسته مړ شو.

په استرالیا کې د جولیا کیسه لاهم نه ده هېره شوې، د هغې مېړه د دې مړی یو او بل ځای ته لېږداوه، خو په پای کې د وروستي ځل لپاره ناروې ته یووړل شوه.

په ۲۰۰۵ کال د مکسیکو هنرمندې الورا انډرسن بارباتا خپل اصلي ټاټوبي ته د جولیا پسترانا د مړي د لېږدولو کمپاین پیل کړ، چې د مکسیکو چارواکو یې هم ملاتړ وکړ.

بارباتا نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: "احساس کوم، چې هغه د خپل کرامت د اعاده کولو حق لري، په تاریخ او ذهن کې باید د هغې ځای وساتل شي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .