د عراق استخباراتي اکاډیمۍ مشر ووژل شو

د خپريدو وخت: 12:59 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

عراقي پولیس وايي، د بغداد د استخباراتي اکاډيمۍ مشر علي عوني او د هغه دوه ساتونکي په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي.

برید د هېواد په شمال کې د دغه استخباراتي مشر په کور کې شوی دی.

پولیس وايي:" دوو ځانمرګیو برید کوونکو په تلعفر سیمه کې چې له موصل وتلې ده، د دغه استخباراتي مشر په کور ځانمرګي بریدونه کړي دي".

د ښاغلي عوني وژنه په روان کال کې د دا ډول وژنو دویمه پېښه ده.

مخکې یو بل پوځي مشر عیفان العیساوي هم په ورته برید کې فلوجه ښار کې وژل شوی و.

تر اوسه د دغو بریدونو مسؤولیت چا نه دی منلی.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي: ''د روانې میاشتې په لومړیو کې، شیعه مېشتو سیمو کې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.''

په عراق کې سیاسي تاوتریخوالی وروسته تر هغه پیل شو، چې د هېواد په لوېديځ کې زرګونو سني مسلمانانو د حکومت ضد پراخ لاریونونه وکړل.

دوی د ښارونو واټونو ته راووتل او د لومړي وزیر نوري المالکي ضد شعارونه یې ورکول.

مظاهره کوونکو المالکي په هېواد کې د سنیانو په ګوښه کولو تورناوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .