سور صلیب: سوریه کې 'بشري ناورین' دی

د خپريدو وخت: 06:55 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

دوه کاله کېږي چې په سوريه کې د ولسمشر بشار لاسد نظام پر وړاندې پاڅون پيل شوی، چې اوس په پوره جګړه اوښتی دی.

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي په سوريه کې بشري حالت ناوريني دی. د دغې ټولنې د عملياتو څانګې مشر چې په جينوا کې يې خبرې کولې، وويل په میليونونو خلک بې ځايه شوي او پر طبي اسانتياوو د بريدونو له امله د سوريې روغتونونه تش شوي، د جګړې لپاره د پای نښې نه تر سترګو کېږي.

نژدې دوه کاله کېږي چې په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد نظام پر وړاندې پاڅون پيل شوی، چې اوس په پوره جګړه اوښتی دی.

له جينيوا نه د بې بي سي خبرياله ايموجن فولکس په راپور کې کاږي، د سره صليب نړيوالې ټولنې له هغه راهيسې چې په سوريه کې جګړه پيل شوې هلته کار پيل کړی دی. دغې ټولنې روان حالت له ناورين کم نه دی بللی.

د بېلابېلو وسله والو ډلو شمېر په زياتېدو دی، کلي او بانډې په ورځني ډول لاس په لاس کېږي. پر روغتونونو بريدونه او هم د ډاکټرانو او نرسانو وژل عادي خبره شوې ده.

"سور صليب غواړي سوريې ته خپله مرسته زياته کړي، خو وايي پرله پسې جګړه بېلابېلو سيمو ته رسېدا ستونزمنوي. "

سور صليب وايي د دغه هېواد ځينو برخو کې روغتيايي خدمتونه تش او بې ګټې شوي دي. د سره صليب د عملياتي څانګې مشر (پيېر کرايېنبول) چې نژدې وخت کې له سوريې ستون شوی، د مليکيانو لپاره رنځ له زغمه وتلی بولي:

"فکر کوم له دوو کلونو پرله پسې جګړې او تاوتريخوالي وروسته او هم دا چې پای نه ترسترګو کېږي، حالت د خلکو لپاره نن له ناورينه کم نه دی. يو دا چې دومره شمېر خلک وژل شوي، ټپيان شوي، بې ځايه شوي، نيول شوي او ورک شوي، او بل د بنسنټيزې ورانۍ کچې له امله، چې په ريښتيا هم د خلکو په اړه ډېرې جدي پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي."

سور صليب غواړي سوريې ته خپله مرسته زياته کړي، خو وايي پرله پسې جګړه بېلابېلو سيمو ته رسېدا ستونزمنوي او سور صليب د بنديانو ليدلو ته تلوسه او باور څرګندوي د جګړې له پيل راهيسې زرګونه کسان نيول شوي دي.

خو حکومت له تېرې مۍ راهيسې زندانونو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې. اوس سره صليب د بنديانو د ليدلو بيا پيل په اړه د ټاکلي مهالوېش غوښتنه کړې، او وايي د نه ځواب نه غواړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .