روسیه کې ډبرین باران: د تنظیف عملیات پیل شول

د خپريدو وخت: 05:47 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

د ولسمشر پوتین په وینا په دې ډبرن باران کې کومه لویه ډبره په هغو سیمو کې نه ده لوېدلې، چې خلک په کې مېشت دي.

روسیه کې د بېړنیو مرستو سرپرست وزیر ویلي د اورال غرونو په لمنو کې د اسماني ډبرو (شهاب ثاقب) له رالوېدو وروسته یې دغې سیمې ته د ژغورنې او تنظیف د چارو لپاره ۲۰ زره مرستندویه کار کوونکي لېږلي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ژغورنې او تنظیف مرستندویه عملیاتو امر کړی.

په دې پېښه کې ۱۲۰۰ کسان ټپیان شوي، چې ۲۰۰ يې ماشومان دي. د جمعې په ورځ د اورال غرونو په لمنو کې اسماني ډبرې وورېدې، چې له امله يي سلګونه کسان ټپیان شول او ودانیو ته زیان واوښت.

د ولسمشر پوتین په وینا په دې ډبرین باران کې کومه لویه ډبره په هغو سیمو کې نه ده لوېدلې، چې خلک په کې مېشت دي.

له اټکلونو سره سم دغه ډبرې اوسپنیزې وې، چې په یوه ثانیه کې د ۳۰ کیلو متره په سرعت ورېدې.

د روسیې د ساینسي علومو اکاډیمۍ ویلي شهاب ثاقب له ځمکې ۳۰ یا ۵۰ کیلومتره پورته وچاودېد ، چې له امله يې څو ټنه انرژي بهر شوه. ویل کېږي، دغه انرژي د یوه کوچني اتومي بم د قوت برابر وه.

د بېړنېزو پېښو سرپرست وزیر له اغېزمنو خلکو د صبر کولو غوښتنه کړې او ویلي يي دي له ډبرین باران وروسته په سیمه کې د اتومي وړانګو کچه په عادي حالت کې ده.

دغه سیمه کې چې له پلازمېنې مسکو څخه ۱۵۰۰ کیلومتره لرې پرته ده یو اتومي کارځای اویو شمېر کارخانې هم شته.

"د شهاب ثاقب یا ډبرو اورېدو دغه ډول پېښې لږ را منځ ته کېږي. له دې مخکې د ۱۹۰۸ کال په اوږدو کې سایبریا کې دغه ډول ډبرین باران شوی و، چې له امله یې نژدې ۲۰۰۰ مربع متره سیمه ویجاړه شوې وه."

د ډبرین باران پر مهال یو شمېر ډبرې پر یوه ښوونځي هم وغورځېدې، چې له امله يې یو شمېر زده کوونکي ټپیان شول. د روسیې چارواکي وايي اکثر کسان برسېرن ټپیان دي، خو یو شمېر کسان په سرونو هم لګېدلي.

د سیمې یوې اوسېدونکې پولینا وویل:

"موږ یوه حیرانونکې رڼا ولیده، بیا مو په اسمان کې د زیړ او سپین رنګونو وړانګه ولېده ، اوږده او پلنه وړانګه وه، بیا یوه زوروره چاودنه شوه، دومره زوروره چاودنه وه، چې د کړکیو شیشې یې ماتې کړې."

راپورونو کې ویل شوي، چې د روسیې په اورال سیمه کې سکروټو ته ورته ډبرې له ورایه لیدل کېدې، چې اورېدې. د چلیابنسک اوسېدونکې پولینا وايي: "د ډبرو اورښت پر مهال ځمکه لرزېده، د کړکیو شیشې ماتېدې او د ګاډو هارنونه اورېدل کېدل."

د ماهرینو په وینا د دغه ډبرین باران او هغه ستوري تر منځ هېڅ ډول تړاو نه شته، چې د جمعې او شنبې تر منځ د شپې پر مهال ځمکې ته نژدې تېرېږي. د دغه حجم دغه لومړنی ستوری دی، چې ځمکې ته دومره نژدې مزل کوي.

د شهاب ثاقب یا اسماني ډبرو ورېدو دغه ډول پېښې لږ را منځ ته کېږي. له دې مخکې د ۱۹۰۸ کال په اوږدو کې سایبریا کې دغه ډول ډبرین باران شوی و، چې له امله یې نژدې ۲۰۰۰ مربع متره سیمه ویجاړه شوې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .