بوسنیايي نظیف د برلین 'طلايي خوګ' جایزه وګټله

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391
نظیف موجیک

نظیف موجیک چې بوسنیایی جټ دی او کار نه لري په خپله په هغه فلم کې چې د اوسپنیز جاروکښ د ژوند برخه نومېږي لوبېدلی دی.

د برلین سینمايي فلمونو فسټیوال په دري شپېتم پړاو کې ''د ماشوم حالت یا Child's Pose'' فلم د ګولډن بیر د غوره فلم جایزه وګټله.

بل خوا، د برلین د فلمونو په فسټيوال کې منصفه پلاوي په یوې حیرانوونکې پرېکړې سره د بوسنیا هیرڅګوینا ځوان اماتور فنکار ته د ښه اکټر نظیف موجیک جایزه ورکړه.

نظیف موجیک چې بوسنیایی جټ دی او کار نه لري په خپله په هغه فلم کې چې د اوسپنیز جاروکښ د ژوند برخه نومېږي، لوبېدلی دی.

دې فلم د طلایي خرس (ګولډن بیرGolden Bear) جایزه هم وګټله.

نظیف په" An Episode in the Life of Iron Picker" فلم کې لوبېدلی دی.

موجیګ پخپل دغه فلم کې د بوسنیايي ټولنې یو انځور وړاندې کړی دی.

بل خوا، کالین پیټرز نیټزر د هغې ښځې په اړه فلم جوړ کړی، چې غواړي، پخپله ټولنه کې خپل ځای وساتي.

دغې ښځې یو ماشوم په ګاډي وهلی چې سزا ورته زندان ټاکل شوې ده، خو دا غواړي دغه سزا له ځانه چپه کړي.

دغه فلم د اوسکار جایزو ته هم کاندید شوی دی.

کالین پیټزر

کالین پیټرز نیټزر د هغې ښځې په اړه فلم جوړ کړی، چې غواړي، پخپله ټولنه کې خپل ځای وساتي.

خو امریکايي تولیدوونکي ډیویډ ګورډن ګرین بیا د Prince Avalanche کومیډي فلم د غوره تولیدوونکي جایزه وګټله.

د ښځینه غوره اداکارې جایزه د چیلي ممثلې پولینا جارسیا وګټله.

نوموړې د یوې طلاقې شوې ښځې رول لوبولی دی.

جارسیا د سږ کال جایزو ګټلو لپاره د فرانسوۍ ممثلې کاترین دینیف پر وړاندې ولاړه وه.

په فسټیوال کې، د قزاقستان تصویر اخیستونکي عزیز زامباکییف ته هم د Harmony Lesson د فلم د تصویرولو له برکته جایزه ورکړل شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .