لیبیا مسیحیت ته څلور بهرني دعوت کوونکي نیولي

د خپريدو وخت: 05:10 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

نیول شوي به په دوو ورځو کې د ملي امنیت څارندویې ادارې ته وسپارل شي.

لیبیايي چارواکو ویلي بنغازي ښار کې یې څلور بهرنیان نیولي، چې مسیحیت ته د دعوت شک پرې کېده.

د امنیت د ریاست ویاند الحسین بن حمید وایي دا څلور تنه تر پلټنو لاندې دي، چې د مسیحیت په اړه یې لسګونه زره کتابونه چاپ کړي او وېشلي دي.

رویټرز خبري اژانس د ښاغلي حمید له قوله ویلي، چې "څلور تورن کسان د تېرې سې شنبې په ورځ نیول د کتابونو په یوه چاپځي کې نیول شوي، چې مسحیت ته د اړولو لپاره یې زرګونه ټوکه کتابونه چاپول."

حمید زیاتوي، چې په لیبیا کې مسیحیت ته دعوت کول جرم دی، چې په وینا یې لیبیا یو مسلمان هېواد دی او مسیحیت ته دعوت کول د هېواد ملي امنیت ته ګواښ دی:

"په څلورو نیول شویو بهرنیانو کې یو مصری، یو د جنوبي افریقا، یو د کوریا او بل د سویډن دی، چې وروستی یې د امریکا پاسپورټ لري."

امنیتي چارواکو دا هم ویلي، له نیول شویو پوښتنې ګروېږنې روانې دي، او په دوو ورځو کې به د هېواد ملي امنیت ادارې ته وسپارل شي.

د ویلو ده، چې د لیبیا د ملي امنیت څارندوی سازمان د مخکني ولسمشر معمرالقذافي له شړل کېدا وروسته جوړ شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .