ایر بس د نویو الوتکو بېټرۍ بدلوي

د خپريدو وخت: 11:44 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

د ایربس مسوولین وايي دوی به په نویو الوتکو کې په دودیز ډول له نکل او کیډمیم نه جوړې شوې بېټرۍ وکاروي.

د اروپا الوتکه جوړونکي شرکت ایربس اعلان کړی چې د خپل نوی ماډل الوتکې A350-XWB بېټرۍ بدلوي.

د دې چارې وجه د بوینګ ۷۸۷ د بېټریو شته ستونزې په ګوته شوې دي.

د ایربس مسوولین وايي دوی به په نویو الوتکو کې په دودیز ډول له نېکل او کیډمیم نه جوړې شوې بېټرۍ وکاروي، چې له دې مخکې په ۳۸۰ او نورو ماډلونو کې کارول شوې دي. څېړوونکي د بوینګ د ډریمز لایینز الوتکو د بېټریو په اړه څېړنې کوي.

په دا وروستیو کې د جاپان په دوو الوتکو کې د بېټریو اړوند ستونزې رابرسېره شوې. د ایربس مسوولینو په وینا د بېټریو د بدلون له امله به د دوی د الوتکو د نوي ماډل په جوړولو کې ځنډ رامنځ ته نه شي، چې ټاکل شوې د سږ کال په وروستیو کې به لومړۍ الوتنه وکړي.

په یوه اعلامیه کې شرکت ویلي، چې دوی د لېتهیم آین بېټریو په باره کې باوري دي، چې خوندې دی او سم کار کوي. دغه بېټرۍ ایربس له یوه فرانسوي شرکت سره په ګډه جوړوي.

"د دې بېټریو د کارولو سبب د دې سپکوالی او د ډېرې انرژۍ تولید بلل کېږي، چې د چالانولو او بېړنیز حالت پر مهال الوتکې ته انرژي ورکوي."

د ایربس په وینا د نوي ماډل د ازموینې الوتنه به د همدې بېټریو پر مټ تر سره شي. د ایر بس په وینا دوی په احتیا‌طي توګه په دویم پلان کار پیل کړی، چې باید د ستونزمن حالت پر مهال ورڅخه کار واخیستل شي. دغه نوې الوتکه د بویینګ ډریم لاینز ځای نیسي، چې تېره میاشت یې الوتنې وځنډول شوې.

د دې بېټریو د کارولو سبب د دې سپکوالی او د ډېرې انرژۍ تولید بلل کېږي، چې د چالانولو او بېړنیز حالت پر مهال الوتکې ته انرژي ورکوي. لیتهیم بېټرۍ په یو شمېر نورو الوتکو کې کارول کېږي او د رڼا د تر لاسه کولو او یو شمېر نورو چارو لپاره ورڅخه ګټه اخیستله کېږي.

له دې اعلان سره د بېټرۍ جوړونکي شرکت سافټ د ونډو بیه ټیټه شوې، چې ایربس ورسره ۲۰۰۸ کې د بېټریو جوړولو لپاره قرارداد کړی و. د دې قرارداد ټولټال بیه نژدې ۲۶۷ میلیون ډالر وه او دغه قرارداد د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .