د خپلو هېواد والو د ژوند ژغورونکی پانګه وال

د خپريدو وخت: 06:18 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

سریندر سنګ د هندي پنجاب اوسېدونکی دی او په اتیاوومه لسېزه کې متحده عربي اماراتو ته د کاروبار کولو لپاره تللی.

سریندر پال سنګ اوبرای یو وتلی هندی سوداګر دی. نوموړي په دا وروستیو کې له خپله جېبه یو میلیون ډالر د دې لپاره ورکړل، چې د خپلو هغو ۱۷ کسه هېواد والو ژوند وژغوري، چې د یوه پاکستاني سړي د وژلو په تور د مرګ په سزا محکوم شوي وو.

سریندر د هندي پنجاب اوسېدونکی دی او په اتیاوومه لسېزه کې متحده عربي اماراتو ته د کاروبار کولو لپاره تللی. نوموړی د خیریه فعالیتونو له امله ډېر مشهور دی او د تېرو څو کلونو په موده کې یې د دیت (ننواتي) په توګه د پېسو له ورکولو وروسته د یو شمېر هندیانو ژوند ژغورلی دی.

د سریندر پال په خبره نوموړي د ټولوهندیانو د خوشي کېدو لپاره ټولې پېسې له خپله جېبه نه دي ورکړې، بلکې تر ۲۲ سوه زره ډالرو پورې بسپنه یې هم ټوله کړې ده.

خو په دا وروستیو کې یې د ۱۷ هندیانو د خوشي کېدو لپاره یو میلیون ډالره له خپله جېبه ورکړي دي. دغه کسان په هغه جګړه کې د ګډون په تور مجرمان پېژندل شوي وو، چې شارجه کې د شرابو پر کاروبار د کنټرول پر سر رامنځ ته شوې وه او یو پاکستانی سړی په کې وژل شوی و.

د محکمې پرېکړه

محکمې په هغه قضیه کې ۱۵ کسان د مرګ په سزا محکوم کړي وو. د سریندر سنګ په وینا د وژل شوي پاکستاني کورنۍ په لومړي سر کې د ننواتي پر مهال د ډېرو پېسو غوښتنه کوله، خو وروسته د یو میلیون ډالرو په بدل کې د مجرم پېژندل شویو په بښلو راضي شول.

د سریندر په وینا یو میلیون ډالر خورا ډېرې پېسې دي، خو د دی معنا دا نه ده، چې ګواکې دی ډېر شتمن دی.

"زه خپله ۹۰ سلنه شتمنې په خیریه کارونو مصرفوم، ځکه زه د ژوند کولو لپاره ډېرو پېسو ته اړتیا نه لرم."

د نوموړي په خبره " اوس دا زما مشغولتیا ده، خلک ما د یوه داسې کس په توګه پېژني، چې ژوند ژغورلای شي، زه نه شم کولای خلک مایوس کړم."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .