نایجریا کې بهرني کار کوونکي تښتول شوي

د خپريدو وخت: 04:30 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391
نایجریا

د دغې تښتونې پړه له کوم ثبوت پرته پر اسلامپالې ''بوکو حرام'' ډلې اچول شوې ده.

د نایجریا باوچي ایالت کې وسله والو کسانو اووه بهرني تعمیراتي کارګر تښتولي دي.

دا په وروستیو وختونو کې په نایجریا کې د سړي تښتونې ستره پېښه ده.

د لبنانیانو پر تعمیراتي کمپنۍ په برید کې یو ساتونکی وژل شوی دی.

ویل کېږي چې تښتول شوي کسان د ایټالیا، فیلپین، برتانیا، یونان او لبنان وګړي دي.

پر تعمیراتي کمپنۍ له برید مخکې وسله والو په سیمه کې د پولیسو پر پوستې هم برید کړی.

د نایجریا پولیسو نه دي ویلي چې برید کوونکي څوک وو، خو خبریالان وايي د شک ګوته ښايي اسلامپالې ډلې ''بوکو حرام'' ته ونیوله شي.

خو برتانوي چارواکو تر دې نه ده تایید کړې چې ګني تښتول شویو کې یو برتانوی دی.

وړاندې په سیمه کې د فرانسې وګړی هم تښتول شوی و.

د پولیسو پر پوستې برید

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عدنان منصور ویلي، په تښتول شویو کې دوه لبنانیان دي.

"ځینې نایجریايي مسلمانو مشرانو د واکسین له کمپاین سره مخالفت ښودلی و، او ادعا یې کوله، چې ګني دا کار د بې وزلۍ لامل ګرځي."

په ابوجا کې د ایټالیا سفیر ویلي ''ایټالیا ته دا لومړیتوب لري، چې د خپلو وګړو د خوشي کولو هڅې وکړي.''

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی اوس پلټنه کوي، چې تښتول شویو کې رښتیا هم یو برتانوی شته او که نه.

تر برید وړاندې تښتوونکو د پولیسو پر یوې سیمه ییزې پوستې برید کړی، دوه ګاډي یې سوځولي دي.

د روانې میاشتې په سر کې، د نایجریا په شمال کې د دوو روغتیايي مرکزونو د ګوزڼ ضد نهه کارکوونکي په یوه برید کې ووژل شول.

ځینې نایجریايي مسلمانو مشرانو د واکسین له کمپاین سره مخالفت ښودلی و، او ادعا یې کوله، چې ګني دا کار د بې وزلۍ لامل ګرځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .