د ایران مالي فساد څلور تورن په اعدام محکوم شول

د خپريدو وخت: 05:10 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د محکمې دغه پرېکړه د محکمې له خوا عملي کېږي.

د ایران تر ټولو لوړې محکمې د مالي فساد په تر ټولو لویه دوسیه کې څلورو تورنو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

له دوی څخه یو کس په عمري بند محکوم شوی.

پر دغو څلور کسانو ثابته شوې چې له بانک نه یې په جعلي اسنادو د پور په ډول د درې ملیاردو ډالرو په ایستلو کې لاس درلود.

یو بل کس ته د عمري بند جزا ورکړل شوې او لسګونه نور تورن شوي چې په دې بانکي درغلۍ کې ښکېل وو.

شرم

په بي بي سي کې د ایران د چارو یو څېړونکی وايي، دا د ایران د حکومت لپاره د شرم خبره ده ځکه چې تورن شوي کسان دولتي کارکوونکي دي او په هغو کې دوه یې مرستیال وزیران وو.

د ایران د محکمې د پرېکړې پربنسټ، په تورنو کې اصلي کس ‎مه افریدي خسروي، چې د امیر منصور اریا د پانګونې د پراختیايي شرکت عامل مدیر دی، "په ځمکه کې پر فساد" د تور له کبله په اعدام او نغدي جریمې محکوم شوی دی.

د محکمې دغه پرېکړه د محکمې له خوا عملي کېږي.

د محکمې د پرېکړې پر اساس، څلورم تورن یو جګپوړی حکومتي چارواکی دی، چې د وزیر مرستیال هم تېر شوی دی.

ویل کېږي، چې د ایران په دغه لوی مالي فساد کې ۳۹ کسان تورن شوي دي.

محکمې دا هم ویلي، چې په تورنو کسانو کې ځینې له ایرانه بهر دي.

په تورنو کې یو هم د ایران د ملي بانک مخکنی عامل مدیر محمود رضا خاوري دی، چې کاناډا ته تښټېدلی.

ښاغلي خسروي دا هم ویلي وو، چې د هېواد یوه چارواکي پر ایران د بندیزونو پروړاندې له ده څخه مرسته غوښتې وه.

ایران وايي، له انټرپول (نړیوالو پولیسو) یې د ښاغلي خاوري د څارنې غوښتنه کړې ده.

د دغې مالي قضیې د ارزونې لومړۍ ناسته تېر کال جوړه شوې وه.

د قضیې اصلي تورن مه افریدي خسروي د محکمې د یوې علني جلسې پرمهال ویلي وو، چې د فساد په دې قضیه کې جګپوړي ایراني چارواکي هم په جریان کې وو.

دی وايي، دغو چارواکو دی ګواښلی و، که چېرې د دې موضوع په اړه توضیحات ورنه کړي، دا مالي فساد به افشا کړي.

ښاغلي خسروي دا هم ویلي وو، چې د هېواد یوه چارواکي پر ایران د بندیزونو پروړاندې له ده څخه مرسته غوښتې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .