بنګله دېش کې پر جماعت اسلامي ګوند د بندیز احتمال

د خپريدو وخت: 06:51 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې زرګونه لاریون کوونکي وروسته له هغې خوښ شول چې پارلمان په قانون کې بدلونونه تصویب کړل.

د بنګله دېش پارلمان یو داسي قانون تصویب کړی چې له مخې یې دولت کولای شي چې د جنګي جرمونو د ځانګړې محکمې هره پرېکړه وننګوي. له دې سره کېدای شي سختې سزاګانې ورکړل شي.

د نوي قانون له مخې، احتمال شته چې په جنګي جرمونو ککړ سازمانونه یا سیاسي ګوندونه له بندیزونو سره مخامخ شي.

دا قانون له نژدې دوې اوونیو پراخولاریونونو وروسته تصویب شوی دی.

لاریون کوونکو په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړې پر مهال هغو کسانو ته چې د بشریت پرضد په جرمونو تورن دي د اعدام غوښتنه کوله.

د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې زرګونه لاریون کوونکي وروسته له هغې خوښ شول چې پارلمان په قانون کې بدلونونه تصویب کړل.

نیوکه کوونکي وايي دا قانون د جماعت اسلامي ګوند لپاره چې له پاکستانه د بنګله دیش د خپلواکۍ پر خلاف و، تصویب شوي دی. جماعت اسلامي ګوند وايي حکومت غواړي چې له منځه یې یوسي.

دوې ورځې مخکې د بنګله ديش په پلازمېنه ډاکه کې لسګونه زره کسان د جماعت اسلامي ګوند پر ضد د لويو مظاهرو د تنظيموونکي راجېب حيدر د وژل کېدو په وير راټول شوي وو.

د راجیب حیدر مړی چې د تابا بابا په نوم مشهور وو، د جمعې په ورځ د هغه له کوره بهر وموندل شو. دی د هغو ۱۲ ورځنيو مظاهرو مخکښ وو چې د جماعت اسلامي ګوند د يوه مشر د اعدام غوښتنه یې کوله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .