بحرین ایران د "ترهګرو عناصرو" په روزنې تورنوي

د خپريدو وخت: 06:34 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391
بحرین

بحرین کې له تېرو دوو کالو راهیسې د سیاسي اصلاحاتو لپاره مظاهرې روانې دي.

د بحرین چارواکو ایران د ځینو ترهګرو عناصرو په تمویل او روزنې تورن کړی دی.

دوی وايي، چې بحرین د اړدوړ او ناامنیو ډېرولو لپاره د ایران انقلابي ځواک ځینې کسان د ''عراق حزب الله'' له خوا په کربلا او بغداد کې روزل شوي دي.

جګړن طارق حسن الحسن یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دغې ''ترهګریزې ډلې'' له جوړېدا د ایران موخه دا ده، چې د ''امام پوځ'' په نامه د یوې داسې جنګي ډلې جوړېدل دي، چې د ایران په ګټه وجنګېږي.

دی وايي: ''دغه تنظیم د امام د پوځ په نامه یوه ترهګره ډله جوړوي، چې په بحرین کې ترهګریز فعالیتونه وکړي، دغه ډله د بحرین د مهمو ځایونو ، پوځي بنسټونو او د وسلو د زېرمو د عکسونو اخیستو ته ګمارل شوي.''

نوموړی وايي، دا کار نېغ په نېغه د ایران په امر کېږي.

الحسن زیاتوي: ''له مالوماتو ښکاري، چې دغه ډله بحرین کې له هغو عناصرو جوړه شوې، چې ناامنیو ته لمن وهي، له بهره هم ځینې خارجیان ورسره یوځای شوي دي.''

نوموړی وايي: ''ځينې تورن لاهم ترهګریز فعالیتونه کوي، او امنیتي ځواکونه د دوی په نیولو پسې شپه او ورځ ګرځي.''

د بحرین د کورنیو چارو وزیر شیخ راشد بن عبدالله ال خلیفه د تېرې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ''امنیتي سازمان په تېر وخت کې پر دې بریالي شول، چې بحرین کې د دوست ګاونډي هېواد په مرسته یوه اته کسیزه ترهګره ډله ونیسي، دغه کسان د ایران، لبنان او عراق ترمنځ تګ - راتګ کوي، هلته پوځي روزنه ورکول کېږي، وسلې ورکول کېږي او مالي ملاتړ یې کېږي.''

"همداشان، بحرین ایران د بحرین په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د مظاهره کوونکو په ملاتړ تورنوي. "

الحسن دا هم ویلي، چې دغه کسان په بحرین کې د دوو کسانو له خوا ګمارل کېږي، چې یو یې میرزا محمد او بل عقیل جعفر دي، چې دواړه د بحرین وګړي دي، خو په ایران کې اوسېږي. د عملیاتو مشر یې ابو ناصر یو ایرانی دی، چې د ایران د انقلابي ګارد غړیتوب هم لري.''

دی وايي، چې تر اوسه له دغو کسانو سره د ټول ټال مالي مرستې ارزښت ۸۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.

په تېرو څو ورځو کې د بحرین امنیتي وضعیت څپ څپانده شوی، او هلته د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو راوستو د دویمې کلیزې په مناسبت مظاهرې وشوې، چې لږترلږه یو ځوان او یو پولیس په کې ووژل شول.

همداشان، بحرین ایران د بحرین په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د مظاهره کوونکو په ملاتړ تورنوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .