نوی ګاډی په ټکر کې د ځوانانو مړینه کمولی شي؟

د خپريدو وخت: 11:32 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

د فورډ شرکت له خوا د دې موټر د جوړولو هرکلی شوی او تمه ده چې له دې سره به د موټرو د ټکر پېښې کمې شي.

برتانیا کې ډېر ځوانان د موټر په ټکر کې مري. دا هغه ځوانان دي چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۲۵ کلونو وي.

دوی چټک موټر ځغلوي، په لوړ غږ موسیقي په کې اوري او همدا د دې لامل شي چې ټکر وکړي او ومري.

خو اوس داسي یو موټر جوړ شوی چې تر یوه بریده یې د دې کار مخه نیولې هغه په دې مانا چې دا موټر دوه ډوله کيلي ګانې لري.

یوه یې هغه کیلي ده چې په عادي ډول ډېر عمر لرونکي کسان لکه میندې او پلرونه ترې کار اخلي او یوه یې هغه کیلي ده چې که موټر پرې چالان شي نو له ټاکلې اندازې ډېر نه ځغلي او د موسیقۍ غږ هم تر یوې ټاکلې اندازې نه لوړېږي.

دا موټر د فورډ شرکت جوړ کړی دی.

دا اندازه څوک ټاکي؟

دا اندازه هغه څوک ټاکي چې هغه بله کیلي ورسره وي. یعني میندې او پلرونه، هغوی په خپلې کیلي د موټر د چټکتیا او موسیقۍ د غږ اندازه وټاکي بیا یې چې بچیان هرڅومره هڅې وکړې هغه اندازه نه زیاتېږي.

د ځغاستې اندازه هغه څوک ټاکي چې هغه بله کیلي ورسره وي

د فورډ شرکت له خوا د دې موټر د جوړولو هرکلی شوی او تمه ده چې له دې سره به د موټرو د ټکر پېښې کمې شي.

یوه مور په دې باور ده چې په سمه او خوندي توګه د موټر چلول یوازې د چلوونکو خپل مسولیت دی. ټکنالوژي زموږ سره د خونديتوب په برخه کې مرسته کوي او موږ ته لارښوونې کوي خو که یو څوک احمقانه موټر چلوي، هغه به همداسې دا کار کوي. د تکنالوژۍ دا اوسنۍ پرمختیا هسې هم له هغو سره مرسته نه شي کولی.

ترافیکي پېښې

هر کال په نړۍ کې میلیونونه خلک په ترافیکي پېښو کې وژل کېږي او ژوبلېږي.

په افغانستان کې هم زرګونه خلک د ترافیکي پېښو قربانېږي. ځینې څېړونکي په دې باور دي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې موټر چلوونکي ترافیکو قوانینو ته پام نه کوي.

په یو طرفه سړکونو تګ، له ټاکلې اندازې تېز موټر ځغلول او له قانوني عمره په کم عمر کې موټر چلول هغه څه دي چې د یو لړ ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو او مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .