تښتول شوي فرانسویان له کامیرون نایجریا ته وړل شوي

د خپريدو وخت: 07:57 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391
د کامیرون وازا سیاحتي سیمه

د کامیرون وازا د سیلانیانو سیمه، چې د غالب ګومان له مخې له همدې ځایه فرانسویان تښتول شوي.

د کامیرون حکومت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې تښتول شوي فرانسوي سیلانیان ګاونډي نایجریا ته لېږدول شوي.

د کامیرون د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې اووه سره تښتول شوي فرانسوي سیلانیان د هغوی د تښتوونکو له خوا د ګاونډي نایجریا پر پوله هاخوا وړل شوي.

فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند وړاندې ویلي وو، چې تښتول شوي سیلانیان د نایجریا شمال ته وړل شوي.

اولاند د دې تښتونې پړه نېغ په نېغه پر ''بوکو حرام'' اسلامپالې ډلې وراچولې ده.

فرانسوي ولسمشر ویلي، حکومت یې د تښتول شویو د راخوشي کولو او ژغورنې لپاره هر راز اړین ګام اخیستو ته چمتو دی.

د تښتولو پېښه

څو ورځې مخکې د درېیو ماشومانو په ګډون اووه فرانسوي سیلانیان د کامیرون په شمال کې له نایجریا سره په پوله وتښتول شول.

په یاوندي کې د فرانسوي سفارت نژدې سرچینو ویلي وو چې "د نایجریا پولې ته څېرمه د کامیرون په دانګا ښار کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو اووه فرانسوي سیلانیان وتښتول. سیلانیان د وازا له طبیعي پارک څخه د ستنېدو پرمهال تښتول شوي."

فرانسوا اولاند

اولاند ویلي، فرانسویان د نایجریا سرحد ته نژدې تښتول شوي.

د کامیرون یوه امنیتي چارواکي ویلي چې "په تښتول شوی کې درې لویان او څلور ماشومان دي."

دا لومړی ځل دی، چې کامیرون کې لوېدیځ سیلانیان تښتول کېږي.

په دغه سیمه کې دوې وسله والې ډلې فعالې دي، چې یوه یې د انصارالمسلمین سودان ډله ده چې تر ډېره پرې د تېرې یکشنبې د اوو بهرنیو کارکوونکو د تښتونې ګمان کېږي.

دویمه ډله د بوکوحرام اسلامپالو ډله ده، چې په وروستیو کلونو کې یې د نایجریا په شمال کې بریدونه کړي دي.

دا پېښه وروسته تر هغو شوېو چې فرانسوي ځواکونو په مالي کې عملیات پیل کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .