نایجریا وايي ''ایراني جاسوسان'' یې نیولي

د خپريدو وخت: 04:53 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391
نایجریا

د نایجریا د ملي امنیت ویاند ماریلین اوګار د تېرې چارشنبې په ورځ (۲۰ فبروري) په ابوجا کې تورن کسان خبریالانو ته وښودل.

په نایجریا کې درې کسان ایران ته د جاسوسۍ او د نایجریا د دوو مخکنیو پوځي او مذهبي مشرانو د وژل د دسیسې په تور نیول شوي.

د نایجریا امنیتي چارواکو ویلي، د دغې ډلې مشر عبدالله مصطفی برند په ۲۰۰۶ کال کې ایران ته تللی او هلته یې په یوه اسلامي پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

د رپوټونو له مخې، ۵۰ کلن عبدالله مصطفی برند د نایجریا په سوېل لوېديځ لیروین ښار کې د شیعه ګانو د یوې ډلې مشري هم کوي.

د نایجریا د ملي امنیت ویاند ماریلین اوګار د تېرې چارشنبې په ورځ (۲۰ فبروري) په ابوجا کې خبریالانو ته وویل: "هغه عملاً په ایکوی، لاګوس کې د اسراییلو د کلتوري مرکز عکسونه اخیستي او د خپلو استخباراتو ادارې ته یې استولي دي".

ددغې ډلې غړي په نایجریا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې د ډلې او مرستندویه بنسټ په نښه کولو تورن شوي.

د ایران حکومت تر دې مهاله نایجریا کې د خپلو جاسوسانو د نیولو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د نایجریا چارواکو دا هم ویلي، چې د ۱۹۹۳ او ۱۹۸۵ کلونو ترمنځ د نایجریا پوځي مشر ابراهیم بابانګیدا وژنه او د نایجریا په شمال کې د مسلمانو د مخکني مشر د ابراهیم داسوکي په وژنو کې ددغو کسانو لاسونه وو.

د نایجریايي چارواکو په وینا، درې واړه تورن له ترهګریزو فعالیتونو ترسره کولو وړاندې ونیول شول.

ایرانۍ وسلې

د یمن په اوبو کې وړاندې د ایران وسلې وموندل شوې.

وړاندې د سومالیا او اریتریا پر تسلیحاتي بندیزونو د ملګرو ملتونو د څار یوه پلاوي پخپل راپور کې ویلي وو، چې ګني دغو هېوادونو ته ایرانۍ وسلې ورغلې دي.

په دې خبر کې دا هم راغلي، چې د ایران وسلې د یمن له لارې سومالیا ته قاچاق کېږي.

د تېرې جنورۍ پر درویشتمه هم د امریکا په همکارۍ د یمن د سمندري ځواک ګزمو د یمن په اوبو کې په وسلو یوه بار بېړۍ ودروله.

ځینې راپورونه وايي، ایران دا بېړۍ په ایران کې بار شوې ده.

خو ایران پرې دغه لګول شوی تور رد کړی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .