امریکايی سناتور وايي څارګرو الوتکو ۴۷۰۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 05:12 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391
لینزي ګرېهام

لینزي ګرېهام وايي: "دا یوه وسله ده چې باید وکاروله شي، دا یوه تاکتیکي وسله ده".

امریکايي سناتور لېنزي ګرېهام ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه دغو بریدونو لږترلږه ۴۷۰۰ کسان وژلي دي.

دغه جمهوریت غوښتونکی سناتور د القاعدې شبکې په نښه کولو کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو کلک ملاتړی دی.

د بې پیلوټه الوتکو په سلګونو بریدونو په اړه امریکا ډېر مالومات نه ورکوي.

خو د خپلواکو سرچینو له لوري د ورکړل شویو شمېرو په پرتله، د ګرېهام دغه شمېره ډېره لوړه ده.

د ګرېهام له قوله ویل شوي، چې "۴۷۰۰ کسان مو وژلي، چې بې ګناه خلک هم په کې شته، نه غواړم ووایم، خو دا یوه جګړه ده، چې د القاعدې شبکې جګپوړي مشران مو هم په کې په نښه کړي دي."

که څه هم د امریکا کانګرس ځینې غړي او د بشري حقونو فعالین د دغو بریدونو د قانوني توب په اړه نیوکې لري، خو ګرېهام د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه د مالوماتو له پټو ساتلو دفاع کړې ده.

دی وايي "دا یوه وسله ده چې باید وکاروله شي، دا یوه تاکتیکي وسله ده".

فرانس پرېس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د جرګه ګۍ د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو متخصص څېړونکي میکاه زینکو له قوله ویلي چې "دا لومړی ځل دی، چې یو امریکایی چارواکی ټول ټال شمېرې ښيي".

"د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، دغه بریدونه وروسته تر هغه کوي، چې د اورپکو او ترهګرو د نیولو شونتیا نه وي خو د امریکا متحدو ایالتونو ته نېغ په نېغه ګواښ وي."

وړاندې ځینو نړیوالو او امریکايي ټولنو د ګرېهام د دغو شمېرو پرتله د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ ښودلی و.

د "خبریالانو د پلټونکي دفتر" ټولنې، چې مرکز برتانیا کې دی، وړاندې ویلي وو، چې ډرون بریدونو لږترلږه د ۲۶۲۷ او ۳۴۵۷ ترمنځ کسان وژلي دي.

دغې ټولنې دا هم ویلي وو، چې دغه بریدونه تر ډېره پاکستان، یمن او سومالیا کې شوي دي.

په دغو شمېرو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۹۰۰ ښودل شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، دغه بریدونه وروسته تر هغه کوي، چې د اورپکو او ترهګرو د نیولو شونتیا نه وي خو د امریکا متحدو ایالتونو ته نېغ په نېغه ګواښ وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .