محمد مرسي د پارلماني ټاکنو کېدو غوښتنه کړې

د خپريدو وخت: 07:23 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

کتونکي وايي ولسمشر مرسي او د هغه اخوان المسلمين ګوند هېله لري چې په دې سره به د مخالفينو لفظي سياسي مخالفتونه او د واټونو مظاهرې پای ته ورسېږي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي د اپريل مياشتې په وروستۍ اونۍ کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ له دفتره خپور شوی حکم وايي د رايو ورکول به د اپريل په ۲۷ پيل او په جون کې به پای ته ورسېږي.

د تېرو ټاکنو په څېر به رايې ورکول د څارونکو د کموالي له امله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په څو پړاوونو کې ترسره شي.

کتونکي وايي ولسمشر مرسي او د هغه اخوان المسلمين ګوند هېله لري چې په دې سره به د مخالفينو لفظي، سياسي مخالفتونه او د واټونو مظاهرې پای ته ورسېږي.

په دا وروستیو کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د پخواني ولسمشر محمد حسني مبارک د حکومت ړنګېدو په یاد تر سره شوي لاریون کې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ و ډب را منځ ته شو.

د ولسمشر محمد مرسي سیاسي مخالفین پر نوموړي تور لګوي، چې د انقلاب له مقصدونو سره خیانت کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته مخامخ د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ هغه مهال اخ و ډب رامنځ ته شو، چې مظاهره کوونکو د ماڼۍ مخې ته د پرتو اغزنو مزو د پرې کولو هڅه وکړه.

مظاهره کوونکو ډبرې وېشتلې، چې په ځواب کې یې پولیسو اوبلن توپونه ووېشتل او اوښکې بهوونکی ګاز يي وکاراوه، خو په دې اړو دوړ کې د چا د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ولسمشر مرسي سیاسي مخالفین پر نوموړي تور لګوي، چې د انقلاب له مقصدونو سره خیانت کوي، دوی وايي، چې نوي نظام د هغه پاڅون غوښتنې پوره نه کړې، چې په پایله کې یې مخکنی ولسمشر حسني مبارک راوپرځېد او د هغه کابینه ړنګه شوه. خو د محمد مرسي پلویان وايي مخالفین غواړي په جمهوري توګه د هېواد ټاکل شوی ولسمشر له واکه لرې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .