ناټو افغانستان کې د زرګونو سرتېرو پر پاتې کېدو غور کوي

د خپريدو وخت: 19:07 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د ناټو غړیو هېوادو د دفاع وزیران په برسلز کې په خپلې دوه ورځنۍ ناسته کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو په لېږد کې پر پرمختګونو وغږېدل.

د امريکا د دفاع وزارت سرچينې وايي ناټو له ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې د داسې يوۀ ګډ ځواک پر پرېښودو غور کوي چې د ٨ او١٠٠٠٠ سرتېرو په منځ کې وي.

خو امريکايي چارواکي وايي په دغه ځواک کې د امريکايي ځواکونو د ونډې کچه لا نه ده مالومه.

د امريکايي چارواکو دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د یوه جرمن چارواکي له خولې رپوټ ورکړل شو چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا په ناټو کې خپلو ملګرو ته ویلي چې متحده ایالتونه به له ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې د ۸ زرو او ۱٠٠٠٠ تر منځ خپل پوځیان پرېږدي.

د جرمني د دفاع وزیر توماس دې مېزرې خبریالانو ته وویل چې ښاغلي پېنتا په خپله د دغو شمېرو په اړه ورته ویلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي ویاند جورج لیتل وویل د اتو او ۱٠٠٠٠ زرو شمېره د ټولو هغو پوځیانو په اړه یاده شوې چې کېدای شي د ناټو په اډانه کې په افغانستان کې پاتې شي، نه یوازې د امریکا د ونډې په اړه.

هغه وویل ولسمشر اوباما لا هم پر بېلا بېلو وړاندیزونو غور کوي

د ناټو غړیو هېوادو د دفاع وزیران په برسلز کې په خپلې دوه ورځنۍ ناسته کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو په لېږد کې پر پرمختګونو وغږېدل.

دوی پر دې هم خبرې وکړې چې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د جګړ ییز ماموریت له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې څومره او څه ډول ونډه ولوبوي.

" موږ نن يو ځل بيا د خپله ژمنې پخلى وکړ چې د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ او سلا مشورو د ورکړې ده. دا ماموريت به د آيساف له پخواني فعاليتونو سره توپير ولري. دا به ډېر کوچنى ماموريت وي. زموږ پام به په ملي او اداري کچې پر روزنې ور ټول وي. زموږ فعاليتونه به د سيمې په کچه خو د اوسني ماموريت په پرتله محدود وي. خو افغان ځواکونه دې ډاډه وي جې زموږ ملاتړ به د ٢٠١٤ م کاله وروسته هم ډېرې مودې لپاره له دوى سره وي"

ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې ناټو به د امنیت په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي، خو دا یوازې خپله افغانان دي چې خپل هېواد او ټولنې ته سم سمکی راوستلی شي.

" البته چې امنيت د شته ننګونې يوازې يو اړخ دى. ښه حکومتوالي، د بشري حقونو پر ځاى کېدل او د واسواکۍ ښه پلي کيدل هم د امنيت هومره مهم دي. ناټو او نړېواله ټولنه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو بيا دا په خپله دوى دي چې کولى شي دخپل هېواد راتلونکې جوړه کړي. موږ به د امنيت په برخ کې مرسته وکړو خو خپلې ټولنې ته سم سمکى په خپله افغانان راوستى شي."

د ناټو سرمشي اندرېس فو راسموسن وویل د ناټو نوی ماموریت به د افغان ځواکونو پر روزنې ورټول وي خو پرې به نږدي چې امنیتي تشه رامنځ ته شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .