لشکر جنګوي څوک دي؟

د خپريدو وخت: 06:21 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

لشکر جنګوي او طالبان د دېوبندي طریقې پلویان دي.

لشکر جنګوي یا (LeJ) د پاکستان له ډېرو سخت دریځو سني ډلو یوه ده.

دوی خپل ځان ته دا نوم د سني ملا حق نواز جنګوي له نوم څخه غوره کړی، چې د شیعه ګانو پرضد یې خپل ګمپاین چلولی و.

نوموړي ټیک ۳۰ کاله مخکې، پاکستان کې د ایراني نفوذ او شیعه ګانو ضد فعالیتونه پیل کړل.

ښاغلی جنګوي د سپاه صحابه پاکستانۍ ډلې یا (SSP) ډلې له بنسټګرو غړو څخه و، چې د ګډو له خوا په هېواد کې په تاوتریخوالي او وژنو تورن دی.

پلټنې ښيي، چې د پاکستان اسلامپالو ډلو سرچینه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د مخکني پوځي مشر جنرال ضیاء الحق له نظریې پنځول شوې ده.

سپاه صحابه ډله په وروستیو کې پاکستان کې د شیعه ګانو پرضد خونړي بریدونه وکړل.

د تاوتریخوالي لار

پاکستان کې د شیعه ګانو او سني سخت دریځو ډلو ترمنځ د خونړیو بریدونو لړۍ وروسته تر هغو پیل شوه، چې د شیعه تحریک نفاذ فقه جعفري یا (TNFJ) ډلې سني سخت دریځې ډلې لشکر جنګوي ته ګواښ وکړ.

په پایله کې د ښاغلي جنګوي په ګډون، د دواړو سخت دریځو ډلو جګپوړي مشران ووژل شول.

د یوې لسیزې په درشل کې، د SSP او لشکر جنګوي ترمنځ په ۱۹۹۶ کې تاوتریخوالی اوج ته ورسېد، چې هغه مهال د دغې ډلې مشر ریاض بصرا و.

نوموړي د شیعه ګانو پروړاندې د تاوتریخوالي جاري ساتلو لارې ته دوام ورکړ، او د نورو سني سخت دریځو له لوري یې په سیاست ک د مداخلې او له بریدونو د ډډې کولو غوښتنه رد کړه.

دوی خپل ځان ته د "جنګوي" وفاداره یا LeJ یا د جنګوي لښکر نوم غوره کړ، خو د طالبانو له غورځنګ سره یې لاسونه یو کړل.

دوی په افغانستان کې د طالبانو له تحریک سره نژدې اړیکي لرل.

طالبان او لشکر جنګوي تقریباً نژدې عقیدوي ارزښتونه لري، او د دواړو منشا له دیوبندي سني مذهب سره تړاو لري، چې په دغه سیمه کې تر ټولو ډېر مینه وال او پلویان لري.

دغه تړاو له ښاغلي بصرا او د هغه له ډلې سره افغانستان کې د پناه ځي په لټون کې مرسته وکړه.

پاکستاني حکومتي استخباراتي کړیو ادعا وکړه، چې د افغانستان په خاوره کې د لشکر جنګوي ډلې روزنځایونه یې په نښه کړي دي.

ادعا یې دا وه، چې دغه پوځي روزنیز کمپونه نه یوازې د شیعه اورپکو پرضد سخت دریځي روزي، بلکې د پاکستان ضد جرمي عناصر او اورپکو لپاره خوندي ځایونه دي.

پولیسو څو ځلې د لشکر جنګوي ډلې وسلې نیولې دي.

د ۲۰۰۱ په اګست کې، د پاکستان د هغه وخت پوځي مشر جنرال پروېز مشرف پر یو شمېر اورپکو ډلو بندیز ولګاوه، چې په دغه لست کې د لشکر جنګوي نوم په سر کې و.

د ۲۰۰۲ په مې کې، ریاض بصرا ووژل شو، چې د شنونکو په اند، لشکر جنګوي د القاعدې شبکې له بنسټګر اسامه بن لادن سره خپل اړیکي غښتلي کړل.

دغه اړیکي پاکستان کې د ۲۰۰۷ کال تر درېیو هغو خونړیو بریدونو او تښتونو وروسته افشا شول، چې ویل کېدل، القاعدې او لشکر جنګوي په ګډه کړي دي.

په دغو پېښو کې یوه هم د امریکايي خبریال ډانېل پیرل تښتول او سر پرېکول و.

همداشان، کراچۍ کې پر فرانسوي انجنیرانو برید وشو، او درېیم یې اسلام اباد کې پر یوې کلیسا برید و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .