د مالي غرنۍ سیمه کې نښتې لسګونه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 08:31 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391
د چاد سرتېري

د چاد په ګډون ګڼو افریقايي هېوادونو مالي ته زرګونه سرتېري استولي.

د افريقا په مرکزي برخې چاد کې پوځي چارواکي وايي ځواکونه يې په ګاونډي مالي کې له اورپکو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي.

د راپورنو له مخې د جمعې په ورځ د مالي په شمال ايفوګاس غرونو کې د درنو جګړو پر مهال ۶۵ ياغي جنګيالي او ۱۳ چادي سرتېري وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې اسلامپالي سخت دريځ د الجزایر پر پوله په سرحدي کیدال غرنۍ سیمه کې پټ شوي.

د یاغیانو او مالي سرتېريو ترمنځ نښتېچې فرانسوي سرتېري يې ملاتړ کوي، په ګاو ښار کې روانې دي.

د چاد چارواکو ویلي، د تېرې جمعې په ورځ په غرنۍ ایفوګاس کې نښتې وشوې.

د مالي اورپکي

  • انصارالدین
    په ټول هېواد کې د اسلامي قانون (شریعت) د تطبیقولو هڅه کوي. یوشمېر جنګیالي یې د طوارق جنګیالیو په نامه یادېږي، چې د معمرالقذافي پلویو ځواکونو له ملاتړ وروسته له لیبیا مالي ته لېږدېدلي دي
  • د ازاواد لپاره اسلامي تحریک
    د ۲۰۱۳ جنورۍ کې له انصارالدین جلا شوې ډله ده، چې ترهګریز کارونه کوي
  • په اسلامي مغرب کې القاعده
    په شمالي افریقا کې د القاعدې څانګه ده، په اصل کې له الجزایر څخه ورغلې ده، تر ډېره له بهرنیو جنګیالیو تشکیل شوې، چې په مالي کې د اسلامي قانون د تطبیق ادعا کوي او د بهرنیانو په تښتولو مشهوره ده
  • په لوېديځه افریقا کې د یووالي او جهاد تحریک
    دغه ډله په ګرده لوېديځه افریقا کې د جهاد غځولو هڅه کوي. دا ډله د طوارق جلا شویو ضد فعالیت کوي، خو اسلامي قانون واکمنېدل غواړي
  • د ازاواد لپار د ملي ازادۍ تحریک
    د طوارق سیکولار ډله ده، چې د هېواد د خپلواکۍ هڅې کوي

وایي، هلته ګڼ اورپکي پټ شوي دي.

تېره میاشت فرانسې په مالي کې د اورپکو ضد عملیاتو مشري پرغاړه واخیسته او د شمالي سیمو کنټرول یې ترلاسه کړ.

د افریقايي هېوادونو زرګونو سرتېرو په دغو عملیاتو کې ګډون وکړ.

بې پیلوټه الوتکې

په همدې حال کې د امريکا دفاعي چارواکي وايي دوی په نیجر کې څارګرې بې پيلوټه الوتکې او د لېرې واټن پوځي پيلوټان ځای پر ځای کړي، چې د پولې پورې غاړه مالي کې د اورپکو په اړه معلومات غونډ کړي.

همدارنګه، ویل کېږي، چې اورپکي د الجزایر پولې ته نژدې په غرنۍ کیدال سیمه کې پټ شوي.

دغه اورپکي د مالي په شمال کې د ځينو سیمو له نیول کېدا وروسته غرنیو سیمو ته تښتېدلي.

د چاد پوځ پخپله یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې د اورپکو پنځه ګاډي یې ویجاړ کړي او ۶۵ اورپکي یې وژلي دي.

په اعلامیه کې له اورپکو سره په جګړه کې د چاد د ۱۳ پوځيانو د وژل کېدو او پنځو نورو ټپي کېدو خبره هم تایید شوې ده.

د روانې فبرورۍ په لومړیو کې، د چاد نژدې ۱۸۰۰ سرتېري کیدال ښار کې عملیات او ګزمې پیل کړې.

چاد ژمنه کړې ده، چې ۲۰۰۰ سرتېري به مالي ته واستوي.

د مالي په ګاو ښار کې د فرانسې په ملاتړ د اسلامپالو سخت دریځو او د مالي د پوځ ترمنځ نښتې دوام لري.

بل خوا، د امریکا پوځ ویلي، چې د مالي ګاونډي نیجر ته یې د اورپکو په اړه د استخباراتي مالوماتو راغونډولو لپاره بې پیلوټه الوتکې استولې دي.

امریکا وايي چې تر لاسه کېدونکي استخباراتي مالومات به له فرانسوي ځواکونو سره شریک کړي.

په تېره جنورۍ کې، د مالي پلازمېنې ته له القاعدې سره د تړاو لرونکو اورپکو د ور نژدې کېدو په اړه فرانسه سخته اندېښمنه شوې وه.

همدا وو چې په مالي کې یې پوځي مداخله وکړه.

فرانسه وايي، راتلونکې میاشت به له مالي خپل نژدې ۴۰۰۰ سرتېري وباسي، او وايي، چې د پوځي عملیاتو مشري به د افریقايي ځواکونو له خوا د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته وسپاري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .