په واورو کې ویده ماشومان

د خپريدو وخت: 11:13 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

معمولاً لیدل کېږي، چې په یخه هوا کې د بهر د ماشومانو کتار بګۍ ولاړې دي او دوی په کې ویده دي

که څوک له چا وغواړي، چې د ماسپښین له ډوډۍ وروسته خپل ماشوم د ارام لپاره په کنګل کوونکې یخنۍ کې بهر کېږدي، نو شاید ورپورې وخاندي او یا هم ورته غوسه شي، خو د شمالي اروپا اوسېدونکو ته ښايي دا ډول مشوره ډېره حیرانکونې نه وي، د هغو سیمو د اوسېدونکو لپاره دا کار یو ورځنی معمول دی.

د سویډن په پلازمېنه سټاکهوم کې سږ کال ژمی ډېر داسې شوي، چې د تودوخې درجه تر صفر پنځه درجې لاندې غورځېدلې، خو بیا هم تر سترګو کېدل چې مورپلار خپل کوچني ماشومان بهر پرې ایښي، چې خوب وکړي.

داسې ډېر لېدل کېدل، چې په سخته یخنۍ کې د مارکیټونو مخې ته د ماشومانو کتار بګۍ ولاړې دي او مور پلار یې په مغازو کې دننه له اندرلاټې ( یو ډول څښاک) نه غوړپونه کوي.

د دغه ځای خلک معمولاً د خپلو میلمنو ماشومان هم د خوب په کوټه کې د ویده کولو په ځای د باغ په ګوټ کې او یا د بالکون ډډې ته ویده کوي.

نن سبا په سوېډن کې د پاملرنې داسې مرکزونه شته، چې د ورځې لخوا په ماشومانو پام کوي، دوی هم ماشومان د ارام کولو لپاره بهر ږدي.

د سټاکهوم د یوې سوداګریزې ادارې کارکوونکې لیزا مارټن، چې د دریو ماشومانو مور ده، وايي زه فکر کوم د ماشومانو لپاره دا ډېره ښه ده، چې څومره ژر کېدای شي، تازه هوا تنفس کړي، په ځانګړې ډول د ژمي په ساړه موسم کې، چې بې شمېره ناروغۍ خپرېږي.

د هغې تر ټولو کوچني زوی الفریډ دی او دا یې لږ تر لږه هر ورځ د یوه نیم ساعت لپاره په زانګو کې بهر ویده کوي. د لېزا ۶۱ کلنه مور وايي دا کوم نوی دود نه دی، دا وايي خپله لېزا یې هم هغه مهال بهر ویده کوله، چې ماشومه وه.

هغه وايي: هو!

موږ مخکې هم داسې کول، د ښې روغتیا لپاره ماشومانو د تازه هوا څپې ډېرې ګټورې دي.

په کوپن هاګن کې د کاپيانو مخې ته ماشومان لېدل کېږي، چې له خوبه خوند اخلي.

د لېزا پلار پېټر به خپلې مور نژدې شپیته کاله مخکې تر هغې بهر خوب ته پرېښود، چې د تودخې درجه به تر لسو پورې له صفره ټیټه شوه.

نن سبا په سوېډن کې د پاملرنې داسې مرکزونه شته، چې د ورځې لخوا په ماشومانو پام کوي، دوی هم ماشومان د ارام کولو لپاره بهر ږدي.

معمولاً لیدل کېږي، چې په واوره کې د ماشومانو کتار بګۍ ولاړې دي او دوی په کې ویده دي. د سټاکهوم په څنډو کې اورین نومي ادارې کې تر درې کلنۍ پورې ټول ماشومان له کوټې بهر خوب کوي.

د دې ادارې د ښوونکو مشره برټیمرې کارلزن وايي کله، چې د تودوخې درجه منفي پنځلسو ته ورسېږي، موږ د ماشومانو زانګو په کمپله کې ونغاړو.

په دې ښوونیزه اداره کې داسې ډله هم شته، چې خپل ټول وخت له ۰۹:۰۰ تر ۱۵:۰۰ بهر په تازه هوا کې تېروي او هغه ټول څه کوي، چې نور ماشومان یې دننه په کوټه کې کوي.

داسې ډېر لېدل کېدل، چې په سخته یخنۍ کې د مارکیټونو مخې ته د ماشومانو کتار بګۍ ولاړې دي او مور پلار یې په مغازو کې دننه له اندرلاټې ( یو ډول څښاک) نه غوړپونه کوي.

دغه ماشومان یوازې د سختې یخنۍ او یا هم خوړو ورکولو پر مهال دننه وړل کېږي.

د ماشومانو د بهر ساتلو تر شا اصول دادي، چې دوبی وي او که ژمي هغه ماشومان، چې په تازه هوا کې ساتل کېږي، د سکاروي او یا ټوخي له ناروغۍ د خوندې کېدو احتمال يې ډېر وي.

د دوی په خیال له ډېرو ماشومانو سر په یوه کوټه کې دننه اوسېدل د ماشومانو لپاره ګټور نه دي. ډېر مور پلار په دې باور دي، چې ماشومان په ازاده فضا کې ښه خوب کوي.

د پاملرنې د ادارې یو مشر مارټن یارنسټروم وايي ټینګار دې وشي، چې که موسم سوړ هم وي، خو ماشومانو ته باید تاوده کالي ور واغوستل شي.

د نوموړي په وینا وړین کالي باید د ماشومانو بدن ته نژدې وي، ګرمې جامې او د خوب کڅوړه باید ښه تاوده وي. په ټوله نړۍ کې، چې ماشومان د یخنۍ په موسم کې په کوټو کې دننه ساتل کېږي، په سویډن کې یو بل متل تکرارېږي، چې وايي لږ تازه هوا هېڅکله بده نه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .