د لشکر جنګوي بنسټګر ملک اسحق بیا نیول شوی

د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې د ملک نيول کېدل، له دغه بريد سره کوم مخامخ تړاو لري که نه ؟

د پاکستان پوليسو د اورپکې لشکر جنګوي ډلې بنسټګر او پخوانی مشر ملک اسحق په پنجاب ایالت کې له خپل کوره نيولی دی.

دغې ډلې ويلي د کوټې په شيعه مېشتې سيمې کې د تېرې شنبې بريد دوی کړی، چې نژدې ۹۰ کسان په کې ووژل شول.

خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې د ملک نيول کېدل، له دغه بريد سره کوم مخامخ تړاو لري که نه ؟

د لشکر جهنګوي ډلې دغه پخواني مشر مخکې له دې چې په ۲۰۱۱ کال کې خوشی شي، يوه لسيزه په زندان کې تېره کړې وه.

پر ملک د تېرې کومه پېښه کې د ښکېلتيا تور نه دی لګېدلی، خو د عامه نظم قوانينو له مخې پاکستان کې شکمن کسان له تورونو پرته ۳ مياشتو لپاره بندي کېدی شي.

د لشکر جهنګوي په څېر داسې ډلو پر وړاندې ګام نه پورته کولو کې پر پاکستاني چارواکيو نيوکې کېږي چې د فرقه يي تاوتريخوالي اور ته لمن وهي.

کله چې يوه سيمه ييز خبريال په ۲۰۱۱ کال کې له ملک اسحاقه وپوښتل چې له بند نه خلاصېدو ورته څه تکل لري، ده په ځواب کې ورته وويل ډله به يې د ده په وينه خپل ښه کار روان ساتي، له هغو ی سره جګړه چې د اسلام په اړه د دوی د تفسير مخالفت کوي.

په هغه چاودنه کې چې د تېرې شنبې په ورځ کوټه ښار کې وشوه ډېر وژل شوي کسان شیعه ګان وو، چې د هزاره توکم اړوند دي. د شنبې په ورځ له پېښې وروسته د بلوچستان پولیسو ویندوی بي بي سي ته وویل، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ کسانو ته رسېدلی.

دا په تېرو پنځو اوونیو کې د کوټې په ۶ لکه کسیزه هزاره مېشته سیمه کې دویم خورا لوی برید دی چې را منځ ته کېږي.

په همدې ښار د جنورۍ میاشتې په ۱۰ د سنوکر په یوه کلب کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا ۹۲ کسان يې په کې ووژل او ۱۲۱ نور يې ټپیان کړل.

د هغه بریدونو پړه د لشکر جنګوي ډلې پر غاړه اخیستې وه او د ځینو رپوټونو له مخې همدې ډلې دا ځل هم پړه منلې ده.

"د لشکر جهنګوي په څېر داسې ډلو پر وړاندې ګام نه پورته کولو کې پر پاکستاني چارواکيو نيوکې کېږي چې د فرقه يي تاوتريخوالي اور ته لمن وهي."

پاکستان کې د بشري حقونو د فعالانو سازمان( د پاکستان د بشري حقونو شورا) وايي له ۱۹۹۹ راهیسې تر ۲۰۱۲ پورې د ۱۳ کالو په موده کې اته سوه شیعه هزاره ګان وژل شوي دي.

بل لور ته د روان کال په لومړیو څو اوونیو کې په هدفي وژنو او بمي چاودونو کې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کوټې اوسېدونکی هزاره مشر عبدالقیوم چنګیزي وايي، که ۸۰ سلنه هزاره توکمه کسان د خپلې مذهبي عقېدې پر بنسټ وژل کېږي، نو د ۲۰ سلنې وژنو علت توکمیز زور زیاتی دی.

د ځايي هزاره ګانو یوه سازمان ( هزاره قومي جرګه ) مسوولینو ویلي د دوی له شمېرو سره سم له ۱۹۹۹ راهیسې ۲۰۰ زره هزاره ګان له بلوچستانه د پاکستان نورو ښارونو ته کډوال شوي دي او یا هم له دې هېواده وتلي دي.

د ایچ آر سي پي مشره زهره یوسف وايي د بلوچستان په کوټه او مستونګ سیمو کې ډېر شیعه هزارهګان په نښه شوي، ځکه د دې په وینا په دې سیمو کې د لشکر جنګوي شته والی څرګند دی.

د روان کال په اوږدو کې کوټه کې د هزاره ټاون سیمې چاودنو پړه هم لشکر جنګوي منلې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .