د اس غوښې د پلور په اړه د اروپايي اتحادیې غونډه

د خپريدو وخت: 13:22 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

لږ تر لږه په ۱۲ هېوادونو کې د غه ستونزه راپورته شوې، چې د غوښې یو شمېر لوی سوداګر په کې ښکېل بلل کېږي.

د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د کرنېزو چارو وزیران په برسلز کې غونډه کوي، چې د اس غوښې د پلور له کبله راپورته شویو ناندریو په باره کې خبرې وکړي.

په دې لیدنه کې به د غوښې د تر لاسه کېدو په اړه لېبل لګولو او د دې د تولید په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو په باره کې ډېر ټینګار کېږي.

برتانیا او ایرلنډ کې تېره میاشت د غوايي په غوښه کې د اس د غوښې ګډولو مساله راپورته شوه.

له هغه وروسته ټوله اروپا کې له دکانونو داسې خواړه لرې کړل شول، چې په کې د ګډوډۍ کېدو ګومان کېده.

برسلز کې د بي بي سي خبریال وايي د غونډې په رښتینې اجنډا کې کلیوالو او کب نیونکو ته د پالیسۍ جوړولو لړ کې مرسته رسول شامل دي.

زموږ خبریال وايي ټول په دې یوه خوله دي، چې د اس غوښې مساله د ټولې اروپا ستونزه ده او د دې د حل لپاره د ګډې تکلارې غوراوي ته اړتیا لیدله کېږي.

فرانس او جرمني ټینګار کوي، چې پر غوښه باید لېبل ولګول شي او دغه راز یې باید د پیل په اړه معلومات وړاندې شي.

د برتانیا د چاپېریال وزیر اوین پېټرسن د جمعې په ورځ وویل د دوشنبې په ورځ به د اروپايي اتحادیې له وزیرانو سره په لیدنه کې په کلک او خپل منځې همکارۍ ټینګار وکړم.

"زموږ خبریال وايی ګرانه ښکاري، چې یوه عملي هوکړه رامنځ ته شي. د هغه په وینا د غوښې په سوداګرۍ کې د اس د غوښې ستونزه پېچلې موضوع ده او د عرضې د ناسمو اصولو زېږنده ده."

د غوښې دغه ستونزه په ټوله اروپا کې خپره شوې.

زموږ خبریال وايي ګرانه ښکاري، چې یوه عملي هوکړه رامنځ ته شي. د هغه په وینا د غوښې په سوداګرۍ کې د اس د غوښې ستونزه پېچلې موضوع ده او د عرضې د ناسمو اصولو زېږنده ده.

لږ تر لږه په ۱۲ هېوادونو کې د غه ستونزه راپورته شوې، چې د غوښې یو شمېر لوی سوداګر په کې ښکېل بلل کېږي.

د جرمني د مصرف کوونکو د چارو اړوند ادارې د جمعې په ورځ وویل، چې د غوښې له ۸۳۰ بېلګو نه یې په ۶۷ هغو کې ګډوډي څرګنده شوه.

د ایرلنډ چارواکو وویل د غوايي د غوښې د پلور په نوم د اس د غوښې د پلور د قضیې له رسوایۍ وروسته یې د غوښې د پروسسنګ یو کار ځای تړلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .