فلسطیني اداره: اسراییلو زنداني وژلی

د خپريدو وخت: 08:09 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

تردې وړاندې اسراييلو ويلي و، چې نوموړى د زړه د حملې له امله مړ شوى.

د فلسطيني ادارې چارواکي وايي د اسراييلو په زندان کې مړ شوي فلسطيني عرفات جرادات د زړه د حملې له امله نه، بلکې د شکنجې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د فلسطيني بنديانو د چارو وزير عيسى قراقع وايي د دوى پلټنو ثابته کړې چې د ښاغلي جرادات زړه روغ و او هېڅ ډول حمله پرې نه وه راغلې.

تردې وړاندې اسراييلو ويلي و، چې نوموړى د زړه د حملې له امله مړ شوى. له دې پېښې وروسته په لويديځې غاړې کې د احتجاج کووونکو او د اسراييلو امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې.

اسراييلو له فلسطيني مشرانو غوښتي چې د وضعې د کنټرول لپاره ګامونه اوچت کړي.

د روانې فبرورۍ په لومړیو کې اسراییلي پوځیانو د فلسطینیانو د حماس ډلې ۲۰ کسان ونیول، چې په کې د فلسطیني پارلمان درې غړي هم شامل وو.

اسراییلي پوځي مقاماتو هغه مهال ومنله، چې یو شمېر کسان نیول شوي، خو په دې اړه يې له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

د حماس یو شمېر مسوولینو د نوم نه څرګندولو په شرط ایسوشیټیډ خبري اژانس ته هغه مهال وویل، چې دغه نیونې غچ اخیستنه معلومیږي.

د حماس په وینا یوه نیول شوي فلسطیني شخصیت د حماس او الفتح سازمانونو تر منځ د مرکچي رول درلود. په ۲۰۰۷ کال کې د حماس له لوري له غزې نه د الفتح له شړلو وروسته فلسطینیان وېشلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .