د قطر شاعر له عمري بنده وژغورل شو

د خپريدو وخت: 11:43 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391
محمد بن الدیب العجمي

د بشري حقونو سازمانونو د الدیب محاکمه غندلې ده.

د قطر استیناف محکمې د قطري شاعر محمد بن الدیب العجمي د عمري بند سزا پنځلسو کلونو ته راټيټه کړې ده.

پر نوموړي تور دی، چې د هېواد د امیر په سپکاوي کې یې یوه قصیده جوړه کړې ده.

العجمي د محکمې په انګړ کې د محاکمې پرمهال د قطر پر قضايي سیستم نیوکه وکړه.

د هغه د محاکمه کېدو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د هغه قضیې په نړۍ کې د بشري حقونو ټولنې راویښې کړې.

د بشري حقونو سازمانونو د هغه نیول کېدل په خلیجي هېوادونو کې د وینا د ازادۍ په مخ کې د خنډ جوړول بللي دي.

وړاندې هم پر ټولنیزو وېبپاڼو د واکمنو د سپکاوي په تور د خپرو شویو پیغامونو له کبله ګڼ کسان نیول شوي او محاکمه شوي دي.

په تېره جنورۍ کې لومړۍ محکمې پر العجمي د عمري بند فیصله وکړه او هغه یې په ۲۰۱۰ کال پر انټرنېټ د یوې داسې قصیدې په خپرولو تورن او پړ وباله، چې ګني د یوه غوره مشر ستاینه په کې شوې وه.

دغه قصیده په ۲۰۱۱ کال بیا د عربي پسرلي پاڅونونو په ویاړ خپره شوه، او پر هغو عربي واکمنو حکومتونو په کې نیوکه شوې وه، چې د وینا ازادي محدودوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .