ایټالیا ټاکنې: د ناڅرګند حالت رامنځ ته کېدو وېره

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

ایټالیا کې د پارلماني ټاکنو پایلې له تلوسې ډک لوري ته درومي.

ایټالیا کې د پارلماني ټاکنو پایلې له تلوسې ډک لوري ته درومي. تمه ده چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي او د مرکزي چپ اړخي او مرکزي ښي اړخي ګوند ګټل شوې رایې به سره ډېرې نژدې وي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې مرکزي چپ اړخی ګوند د ولسې جرګې په ټاکنو کې مخکې دی او د مرکزي ښي اړخی ایتلاف، چې مشري یې پخوانی لومړی وزیر سلیو بارلسکوني کوي په مشرانو جرګه کې د اکثریت ګټلو تمه کېږي.

د خلکو معترض تحریک چې مشري یې د کمیډي یو لوبغاړی کوي په ولسي او مشرانو جرګه کې ښه ځلېدلی دی.

خبریالان وايي ایټالیا ښايي د څه مودې لپاره له سیاسي ناڅرګند حالت سره مخامخ شي. د خبریالانو په وینا که د وروستیو پایلو همدا حال وي، نو ایټالیا به داسې مهال نا څرګند سیاسي حالت ننوځي، چې اروپايي اتحادیه په دغه هېواد کې د پیاوړي حکومت جوړېدو تمه کوي، چې د اروپا څلورم پیاوړی اقتصاد لري.

نه یوازې په اروپا کې بلکې په نړیواله کچه د ایټالیا د ټاکنو څارنه کېږي. د ایټالیا اقتصاد دا مهال له سخت کړکېچ سره مخامخ دی او د وزګارۍ کچه په دغه هېواد کې خورا لوړه شوې ده.

"له دې سره به د اروپايي اتحادیې ستونزې هم ډېرې شي، چې له وړاندې د یونان، ایرلنډ اسپانیا او پرتګال غوندې هېوادونو د اقتصادي بدحالۍ له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان ده."

داسې مهال تمه کېږي، چې په دغه هېوا کې پیاوړی حکومت رامنځ ته شي، چې له کړکېچه د دغه هېواد د اقتصاد بهر کولو لپاره رغنده اقدامات وکړي. خو د کتونکو په وینا که داسې و نه شي، شاید د ایټالیا اقتصادي کړکېچ نور هم پراخ شي.

له دې سره به د اروپايي اتحادیې ستونزې هم ډېرې شي، چې له وړاندې د یونان، ایرلنډ اسپانیا او پرتګال غوندې هېوادونو د اقتصادي بدحالۍ له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

داسې وېره هم څرګندېږي، چې په ټاکنو کې هېڅ یوه سیاسي ګوند ته د څرګند اکثریت نه تر لاسه کېدو له امله په دغه هېواد کې د یونان په څېر حالت رامنځ ته شي.

تېر کال یونان کې له شپږو اوونیو وروسته چارواکي اړ شول، چې دویم ځلې ټاکنې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .