مریخ ته د انسانانو ''یوه جوړه'' استول کېږي

د خپريدو وخت: 06:26 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

مريخ ته سفر به پنځه سوه ورځې نيسي.

يوه لوى امريکايي شتمن ٢٠١٨ کال کې مريخ ته د خلکو د استولو يو زړور پلان اعلان کړى دى.

ډينېس ټيټو چې د نړۍ لومړى فضايي سيلاني وايي، ددغې پروژې د لومړيو دوو کلونو مالي لگښت به دى برابر کړي.

مريخ ته سفر به پنځه سوه ورځې نيسي.

دغه سفر به له دې سره هم مهاله وي چې مريخ به ځمکې ته ډېر نژدې کېږي، خو ښاغلي ټيټو بي بي سي ته وويل چې دا به ممکنه نه وي چې مريخ کې ناسته وشي؛ ځکه چې بيه به يې سل برابره شي.

اټکل دی، چې د دغه سفر لګښت به ټول ټال دوه میلیارد ډالر وي.

خو لا د مريخ الهام نومې پروژه د خپل ماموريت د پر مخ وړلو لپاره د مالي مرستې غونډولو ته اړتيا لري.

د هغو کسانو په ډله کې چې په دغه پروژه کې ښکېل دي ، يوه هم جېن پاينټر ده ، چې د ٩٠ لسیزې په لوموړ کې يې پوره دوه کاله له اوو تنو نورو سره په يوه تړلي ايکو سيستم يا ژوند پېژندنې په يوه تړلي سيستم کې پاتې شوې .

بابا ادم او بي بي حوا

جېن دغه ايکو سيستم له هغه بڼ سره پرتله کړى چي د بابا ادم او د بي بي حوا لپاره جوړ شوى وه.

ډينېس ټيټو

ډينېس ټيټو چې د نړۍ لومړى فضايي سيلاني وايي، ددغې پروژې د لومړيو دوو کلونو مالي لگښت به دى برابر کړي.

جېن پاينټر بي بي سي ته ويلي ددغه پروگرام تنظيموونکى غواړي چې په ماموريت کې يې يوه زړه جوړه چې وکولى شي دوه کاله په يوه جلا ماحول کې ژوند وکړي شامل وا وسي .

دا وايي، زمار له شخصي تجربې نه په دغسې يوه محيط کې چې دویم تن چا سره وي، چې يو د بل خيال وساتلى شي يوه په زړه پوړرې تجربه ده.

خو دا زياتوي چې د غوراوي په بهير کې بايد داسې کسان غوره شي چې حالاتو سره ځان چمتو کړى شي، په بل عبارت انعطاف پذير واوسي.

اغلې پاينټر وايي پلان داسې دي چي بايد د پاخه عمر کسان غوره شي چې روغتيا يې ښه وي او د حمل د اخیستو خطر يې هم نه وي موجود.

دغه جوړه چې غوره کېږي ورته به ښه روزنه ورکول کېږي چې وکولى شي د خپل ماموريت په اوږدو کې د کنټرول له مرکزه ښه هدايت او ملاتړ واخیستلى شي، له رواني پلوه له ځانه سره مرسته وکولى شي.

جين پاينټر وايي مريخ ته د يوې جوړې استول به تمه ده چې د نورو لپاره يوه الهامي بڼه ولري.

د فضايي چارو تاريخ پوه پروفيسر کرستفر رېلې باور کوي چي دا به يو ښه ماموريت واوسي.

فضا ته د زړو ستور مزلو د لېږلو دغه نظر له پخوا نه هم موجود و، ځکه ددې امکان شته چې د ځمکي له مقناطيسي ساتونکې ساحې نه بهر پاتې کېدل ښايي چې انسان د اولاد له راوړولو محرومه کړي.

۲ میلیارد ډالر

په دې پروژې د اټکل تر مخه د زر او دوه زرو ميلون ډالرو ترمنځ لگښت راځي.

تر دې وړاندې هم ځوانو جوړو فضا ته سفر کړى، خو د لنډ وخت لپاره او نتيجه يې هم ښه وه. د مريخ ډله فکر کوي چي دوى به په راتلونکو پنځو کلونو کې له تخنيکي پلوه دغه راز يوه سفر ته زمينه برابره کړي او باور کوي چې شونى هم دى.

د مریخ الهام

د مريخ د پروژې ډله هڅه کوي چې د مريخ د الهام په نوم خپل دغه ماموريت د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په مياشت کې چې ځمکه او مريخ په يوه خط کې سره واقع کېږي پيل کړي.

دوی تمه کوي چې دغه دوه طرفه سفر به پنځه سوه او يوه ورځ وي، او که په دغه موقع ونه شي نو بيا به د دوه يا درې کلونو ترمنځ وخت اخلي.

ډېری په دې باور دي چې ددغه راز يوه ماموريت ترسره کول نوې او پرمختللې تکنالوژۍ ته اړتيا لري، د مريخ د الهام په نوم ډله وايي چې دوی له وړاندې ددغه راز يوه ماموريت لپاره لومړني تحقيقات کړي او ډېر زر به يې پايله خپره کړي.

په دې پروژې د اټکل تر مخه د زر او دوه زرو ميلون ډالرو ترمنځ لگښت راځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .