فلسطین او سوریه کې وژنې د 'شرم' خبره ده

د خپريدو وخت: 07:13 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

شیخ حمد د وینا د ازادۍ او د نورو عقایدو او مقدساتو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه.

د قطر امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني ویلي، په سوریه کې د واکمن نظام د پوځ له لوري د عام ولس ټول وژنې د ګڼو هېوادونو په یوازې الفاظو غندل شوې دي.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغو ټول وژنو مخه ونیسي.

ده دا هم ویلي، چې فلسطین کې ولسي خلک ځورول کېږي، وژل کېږي او بندیانېږي، خو څوک یې په کیسه کې نه دي.

د قطر امیر دا څرګندونې د اتریش پلازمېنه ویانا کې د کلتورونو د یوځای کېدا په پنځم کنفرانس کې کړې دي.

ده ویلي، چې په سوریه او فلسطین کې د خلکو وژنه د ټولو انسانانو لپاره د شرم خبره ده، او نړیواله ټولنه باید د دغو وژنو د مخنیوي لپاره جدي ګام پورته کړي.

ده د نړۍ پر سترو قدرتونو غږ وکړ، چې لاهم د دغو وژنو په غبرګون کې ناعادل دریځ خپلوي.

دی زیاتوي، چې ''په سوریه کې د بې قانونه واکمن نظام له لوري د ټول وژنې قضیه ټولو هېره کړې ده، ځینې هېوادونه یې مازې په الفاظو غندي او پر وړاندې یې جدي ګام نه اخلي.''

دوه مخیزه سیاست

شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د نړیوال قانون، عدالت او برابرښت غږ وکړ، او په نړیوالو اړیکو کې یې د نړۍ پر هېوادونو د دوه مخیزه سیاست د ډډې کولو غوښتنه وکړه.

ده د سخت دریځۍ، وژنو او ویجاړیو د مخنیوي لپاره د پراخ کمپاین غږ وکړ او له رسنیو یې وغوښتل، چې حقایق خپاره کړي.

هغه دا هم وویل، چې د نړۍ په ګڼو برخو کې له اسلامه ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی، همدا ده چې له ګڼو مسلمانانو سره ناوړه چلند کېږي.

شیخ حمد د وینا د ازادۍ او د نورو عقایدو او مقدساتو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .