امریکا د اسد له مخالفانو سره مرسته ډېروي

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391
جان کیري

په پام کې ده، چې جان کیري د سوري مخالفانو له مشر معاذالخطیب سره هم وګوري.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د سوریې د واکمن نظام له مخالفانو سره به خپله مرسته ډېره کړي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني په تېره چارشنبې دا په ډاګه نه کړه، چې ایا له سوري مخالفینو سره یې په مرسته کې کوم څیزونه شامل دي.

ده وویل: "زموږ هڅه پر دې راټوله ده، چې د سوري حکومت مخالفین لاډېر پیاوړي او همغږي شي. په دې برخه کې موږ سوریه کې د قدرت د انتقال بهیر چټکېدو ته لېواله یو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري روم کې دى چې د سوريې د ملگرو په غونډۀ کې برخه واخلي.

دا د سوري مخالفانو له مشرتابه سره د هغه لومړنۍ کتنه ده.

هغوى هوډ درلود چې د هغه څه کبله د روم له غونډې سره شلون وکړي، چې دوى يي د لوېديځ له لوري د عملي ملاتړ نه شتون بولي.

خو ښاغلي کېري وهڅول چې غونډه کې برخه واخلي.

د لوېديځ تګلاره

پوښتنه اوس داده چې ايا په دې غونډه کې به د سوريې د روانې شخړې په تړاو د لوېديځ تگلاره بدله شي او له سوري مخالفانو سره د مرستي او يا د وسلو د ورکولو په برخه کې به کوم گام پورته کړي.

د بي بي سي د دپلوماتيکو چارو خبريال جنتن مارکس همدې ته کتنه کوي:

په دا وروستو څو ورځو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د هغه هېواد په تگلارو کې د بدلون د راوستو په اړه اشارې ورکوي، وايي متحده ايالات، سوريه کې د سياسي انتقال د بهیر د گړندي کولو په هيله ځينې لارې ازمايي.

سوري مخالفین مجاهدین

له سوري مخالفانو سره به د امریکا مرستې يوازې تر بشري مرستو پورې محدودې وي.

چارواکي دغه بدلونونه د سوريې حکومت مخالفو وسله والو سره د نېغو مرستو کولو په معنا تعبيروي، او وايي ښايي متحده ايالات په دې خبره فکر وکړي.

خو دا هم وايي ښايي دغه مرستې يوازې تر بشري مرستو پورې محدودې پاتې شي، وسلې به په کې شاملې نه وي.

ولې په څرگنده د سوريې حکو مت مخالفې وسله والې ډلې بيا د وسلو غوښتنه کوي.

دوی د مرستو له اندازې نه چې ورسره کېږي نهيلي کېږي.

خو د لوېديځې نړۍ مشران د وسلو د برابرولو په برخه کې زړه نازړه دي ولي لږ تر لږه، د نن ورځې په غونده کې غواړي وښيي چې مخالفينو سره خپل سياسي ملاتړ زياتوي او بل غواړي د سوريې حکو متي مشرانو ته وښيي چې يوازېنی انتخاب يې روغه جوړه ياهم ماتې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .