یمن کې د سویس تښتول شوې خوشې شوه

د خپريدو وخت: 09:37 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

ابراهات قطر کې له سویسي سفیر او د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره.

د یمن چارواکو ویلي، د تښتوونکو له منګولو هغه سویسي ښځه خوشې شوې ده، چې د تېر کال په مارچ کې یې تښتولې وه.

تښتوونکو تېر کال ویلي وو، چې د دغې ښځې د خوشي کولو په مقابل کې دې د نیول شویو کسانو خپلوان خوشي شي.

خوشې شوې سیلویا ابراهات د قطر په منځګړتوب دوحې ته رسېدلې ده.

د یمن د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه سویسۍ ښوونکې د یمن قبایلي وسله والو تښتولې وه.

دوی له حکومته د هغې د خوشي کولو په مقابل کې د بندي خپلوانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

۳۵ کلنه ابراهات د یمن لوېديځ الحدیده ښار په یوه نړیوال مرکز کې تدریس کاوه، چې په همدې ښار کې وتښتول شوه.

تښتول شوې ښوونکې د ۵۰ زرو امریکايي ډالرو په مقابل کې د القاعدې غړو ته سپارل شوې وه.

دوی دغه تښتول شوې جنوبي شبوه ولایت ته وړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .