بنګله دېش تازه نښتو کې مرګ ژوبله را منځ ته شوې

د خپريدو وخت: 14:03 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

تېره ورځ د بنګله دېش په سوېل کې د هندو لږکيو کورونه او عبادت ځايونه وسوځول شول.

سلګونه حکومت پلوي د بنګله دېش په شمال ګېبندا سيمه کې د جماعت اسلامي ګوند له پلويانو سره په نښتو کې کښېوتل.

په بنګله دېش کې د نښتو او اخ و ډب وروستۍ څپه يوه ورځ وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې په دغه هېواد کې په تېرو څو لسيزو کې د سياسي تاوتريخوالي تر ټولو بده ورځ بلل کېږي.

پرون په همدې سيمه کې د دريو پوليس چارواکو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د بنګله دېش په ډېرو برخو کې د احتجاجيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ وروسته له هغه نښتې وشوې چې ېوې ځانګړې محکمې د يوۀ اسلامپالي ګوند يوۀ مخور مشر دلاور حسين سعيدي ته د بشر ضد جرمونو له امله د مرګ سزا واوروله.

پر ښاغلي سعيدي تور و چې په ١٩٧١ م کال کې د خپلواکۍ د جګړۍ پر مهال يې بشر ضد جنايتونه کړي.

د چارو ځينې څېړونکي په دې آند دي چې د احتجاجيانو د قابو کولو لپاره حکومت سمه تابيا نه وه کړې.

د بنګله دېش د سياسي چارو شنونکى سيد انور حسين وايي حکومت بايد ډېر محتاط او ډېر چمتو وي.

"ښه، د دغه راز غبرګونونو ډېره تمه کېده. خو په دې لړ کې د حکومت چمتو والى کافي نه برېښي، که داسې نه واى نو دومره مرګ ژوبله نه را پېښېده. زه له حکومته په ټينګه غواړم چې د تګلارو په جوړولو او پلي کولو کې ډېر محتاط او ډېر چمتو اوسي."

تېره ورځ د بنګله دېش په سوېل کې د هندو لږکيو کورونه او عبادت ځايونه وسوځول شول.

د دغه هېواد په ډېرو سيمو کې حالات ترينګلي دي.

٩ تنه نور کسان چې ډېرى يې د جماعت اسلامي مشران دي په ځانګړې محکمې کې د بشر ضد جنايتونو په تور محاکمه کېږي.

خو جماعت اسلامي دا تورونه ردوي او وايي د مشرانو محاکمې يې سياسي موخې لري

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .