پاکستاني خبریالان خوندیتوب غواړي

د خپريدو وخت: 07:50 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

د خبریالانو د ملاتړ نړیواله کمېټه وايي، په تېرو لسو کلونو کې پاکستان کې ان د یوه وژل شوي خبریال د وژنې پلټنه هم نه ده شوې.

پاکستان کې د دوو پاکستاني خبریالانو وژنې په دغه هېواد کې د خبریالانو اندېښنې ډېرې کړې دي، او وايي، چې لاهم حکومت د وژل شویو په اړه پلټنه نه ده کړې.

پاکستان کې خبریالان وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د دوو پاکستاني خبریالانو وژل کېدو یې اندېښنې ډېرې کړې دي.

دوی وايي، حکومت لاتر اوسه د وژل شویو خبریالانو د قضیو پلټنې نه دي کړې.

د بلوچستان کلات سیمه کې د تېرې جمعې په ورځ، یو ځايي خبریال محمود احمد اپریدی د وسله والو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

پر موټر سایکل سپاره برید کوونکي له سیمې وتښتېدل.

اپریدي د بلوچستان له ''انتخاب'' ورځپاڼې سره له تېرو څو کلونو راهیسې کار کاوه.

نوموړی د کلات پرېس کلب مشر هم و.

ملک ممتاز

د شمالي وزيرستان مشهور خبريال ملک ممتاز د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه ناڅرګندو وسله والو وواژه او وژونکي په تېښته بريالي شول.

د اپریدي تر وژل کېدا دوې ورځې وړاندې، د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې ناپېژاندو وسله والو یو بل ځایي خبریال ملک ممتاز په ډزو وژلی و.

د هغه کورنۍ ویلي وو، چې له هېچا سره یې شخصي دښمنۍ نه لرله.

په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستاني مطبوعاتو سره پنځه کارکوونکي وژل شوي، چې څلور یې بلوچستان ایالت کې وو.

د خبریالانو د ملاتړ نړیواله کمېټه وايي، په تېرو لسو کلونو کې پاکستان کې ان د یوه وژل شوي خبریال د وژنې پلټنه هم نه ده شوې.

دغه کمېټه دا هم وايي، چې پاکستان کې د ۱۹ وژل شویو خبریالانو د وژنې قضیې بې پلټنې پاتې دي.

دغه کمېټه دا هم وايي، چې پاکستان کې قاتلان ژر له سزا ژغورل کېږي.

پاکستان تېر او وړم کال د خبریالانو لپاره د نړۍ له ډېرو خطرناکو سیمو ګڼل شوی و.

د دغه هېواد په نارامو سیمو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خبریالان له مرګونو پېښو سره مخامخېږي.

هلته بې پري خبریالي کارونه کول تقریباً ناممکن شوی دی، ځکه چې هره غاړه د خپلې ګټې خبرونه خپرېدل غواړي.

که څه هم پاکستان کې ګڼ تلوېزیونونه، رادیوګانې او ورځپاڼې دي، خو د خپلو کارکوونکو او خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې ضمانت په کې ډېر لږ دی.

د خبریالانو اتحادیې پر پاکستاني حکومت له دې اړخه نیوکه کړې ده، چې په وینا یې د خبریالانو خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .