مالي کې د القاعدې مشر مختار بلمختار "وژل شوی"

د خپريدو وخت: 04:49 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391
بلمختار

فرانسوي استخباراتو بلمختار "نه نیول کېدونکی" بللی، خو په سیمه کې د سګرټو تجارت کې د ښکېلتیا له کبله په "ښاغلي مارلبورو" شهرت لري.

د چاد پوځ اعلان کړی، چې په اسلامي مغرب کې د القاعدې مخکنی مشر او د الجزایر د عین امیناس غازو فابریکه کې د تښتونو مسؤول مختار بلمختار وژل شوی دی.

د نوموړي د وژل کېدو خبر د چاد ملي تلوېزیون هم خپور کړی، خو نورو سرچینو لا نه دی تایید کړی.

کلېکاږل د بلمختار ژوندلیک

د چاد پوځ د فرانسې په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره اوږه په اوږده په مالي کې د اسلامپالو سخت دریځو پرضد جنګېږي.

اټکل دی، چې بلمختار، په تېره جنوري کې یې د الجزایر عین امیناس غازو فابریکه کې برید سمبال کړی و، چې لږترلږه ۳۷ تښتول شوي په کې ووژل شول.

د چاد د پوځ اعلامه وايي، پوځيانو یې "د مالي په شمال کې مختار بلمختار وژلی، او په سیمه کې یې د اسلامپالو سخت دریځو دغه مشر له منځه وړی دی، چې له هغه سره ځینې د سخت دریځو اسلامپالو ځینې نور مشران هم وژل شوي دي".

د اعلامیې له مخې، له اسلامپالو سخت دریځو نژدې ۶۰ ګاډي او پوځي توکي پوځ ته په لاس ورغلي.

په غربي افریقا کې د بي بي سي خبریال توماس فیسي وايي، د بلمختار وژل کېدل په مالي کې د وسله والو د ځپلو یو لوی ګوزار دی.

چڼ سترګی

مختار بلمختار

  • د ۱۹۸۰ مې لسیزې وروستیو کې افغانستان کې د شوروي پوځيانو پرضد جنګېدلی
  • اسلامي مغرب کې د القاعدې مخکنی جګپوړی مشر و. د ۲۰۱۲ وروستیو کې یې ځانګړې ډله جوړه کړه
  • اوس یې د په وینې د لاسلیکوونکو ډلې مشري کوله. په خالد ابو العباس مشهور و
  • د "چڼ سترګي" په نامه یادېده
  • فرانسوي استخباراتو بلمختار "نه نیول کېدونکی" بللی، خو په سیمه کې د سګرټو تجارت کې د ښکېلتیا له کبله په "ښاغلي مارلبورو" شهرت لري
  • الجزایر ته په ۱۹۹۳ کال کې ستون شوی، له حکومت سره جګړه کې یې یوه سترګه راوتلې

مختار بلمختار، چې په خالد ابو العباس هم شهرت لري، یوه سترګه یې ړنده او چڼه ده، نژدې څلوېښت کاله عمر لري، چې له ۲۰۰۳ راهیسې یې په افریقايي صحرا کې قوي فعالیتونه کول.

د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې د بلمختار د مالي سرچینو د ضبطولو امر وکړ.

مخکې له دې چې بلمختار د تېر کال په وروستیو کې خپله ځانګړې اسلامي جماعت ډله جوړه کړي، د افریقا په صحرايي سیمو کې یې د القاعدې د جنګیالیو څو کاله مشري وکړه.

نوموړي دا ډله وروسته تر هغو جوړه کړه، چې له ځینو سخت دریځو مشرانو سره یې اختلاف راغی.

وروستی پړاو

تېره ورځ د چاد ولسمشر ادریس دیبي وویل، چې د چاد ځواکونو په اسلامي مغرب کې د القاعدې یو مشر عبدالحمید ابو زید وژلی.

دیبي دا هم ویلي وو، چې ابو زید په اسلامي مغرب کې د القاعدې شبکې دویم نمبر مشر و.

ویل کېږي، چې د الجزایر استخباراتي سازمان د ابو زید د دوو خپلوانو ډي ان اې اخیستي، چې د هغه وژل کېدل تثبیت کړي.

واشنګټن د الجزایر هغه رپوټونه باوري وګڼل، چې د ابو زید د وژلو په اړه خپاره شوي وو، خو پاریس یې له تاییدولو انکار وکړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .