مختار بلمختار... "قاچاقبر، مجاهد که سوداګر"

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391
مختار بلمختار

په یوه خپره شوې وېدیويي وینا کې، بلمختار د لومړي ځل لپاره په اسلامي مغرب کې خپل ځان د القاعدې مشر پېژني.

د الجزایر معسود عبدالقادر مختار بلمختار یا "خالد ابو العباس یا "ښاغلی مارلبورو" د الجزایر په عین امیناس کې د بریدونو او تښتونو له خونړیو پېښو وروسته په نړیواله کچه مشهور شو.

د برتانیا "ډيلي تیلیګراف" ورځپاڼې د "مخ پټیو" جنګیالیو د کنډک قومندان بلمختار "په ګرده نړۍ کې مطلوب کس" ګڼلی.

ویل کېږي، چې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې افغانستان کې د هغه وخت د شوروي ځواکونو پرضد جنګېدلی دی.

که څه هم ځینې رپوټونه وايي، چې د الجزایر د حکومت ضد مبارزه کې یې یوه سترګه له لاسه ورکړې ده، خو داسې راپور هم شته، چې ګنيپه ۱۹۹۲ کې له افغانستانه تر ستنېدا مخکې یې هلته په یوه جګړه کې سترګه راوتلې ده.

نوموړي تېر ۲۰۱۲ کال د اسلامي جماعت ډله جوړه کړه.

بلمختار په ۱۹۷۲ کال د الجزایر د غردایة ولایت کې په یوه سارايي سیمه کې زیږېدلی، وروسته د الجزایر په سوېل کې له د مالي له شمالي سیمو سره نژدې "د دعوت او جګړې لپاره د سلفیانو ډلې" مشر شو، چې بیا وروسته په اسلامي مغرب کې د القاعدې مشر وټاکل شو.

دی د صحرا په چارو او قاچاقي کارونو ډېر ښه پوهېده، ځکه چې هلته یې د ''طوارق'' له یوې لویې او قوي قبیلې سره د خپلوۍ تړاو درلود.

د مالي اورپکي

  • انصارالدین
    په ټول هېواد کې د اسلامي قانون (شریعت) د تطبیقولو هڅه کوي. یوشمېر جنګیالي یې د طوارق جنګیالیو په نامه یادېږي، چې د معمرالقذافي پلویو ځواکونو له ملاتړ وروسته له لیبیا مالي ته لېږدېدلي دي
  • د ازاواد لپاره اسلامي تحریک
    د ۲۰۱۳ جنورۍ کې له انصارالدین جلا شوې ډله ده، چې ترهګریز کارونه کوي
  • په اسلامي مغرب کې القاعده
    په شمالي افریقا کې د القاعدې څانګه ده، په اصل کې له الجزایر څخه ورغلې ده، تر ډېره له بهرنیو جنګیالیو تشکیل شوې، چې په مالي کې د اسلامي قانون د تطبیق ادعا کوي او د بهرنیانو په تښتولو مشهوره ده
  • په لوېديځه افریقا کې د یووالي او جهاد تحریک
    دغه ډله په ګرده لوېديځه افریقا کې د جهاد غځولو هڅه کوي. دا ډله د طوارق جلا شویو ضد فعالیت کوي، خو اسلامي قانون واکمنېدل غواړي
  • د ازاواد لپار د ملي ازادۍ تحریک
    د طوارق سیکولار ډله ده، چې د هېواد د خپلواکۍ هڅې کوي

داسې راپورونه دي، چې د الجزایر په شمال کې یې د وسلو په قاچاق کې لاس درلود.

د الجزایر د "النهار" ورځپاڼې چلوونکی انیس رحماني یې په اړه وايي: "هغه د یوه ترهګر په پرتله د قاچاق ډېر کارونه کوي".

نوموړی زیاتوي "هغه له خپلې ډلې په ګټې اخیستو اخیستو سره د اسلام له نامه د ناوړه ګټې اخیستو په پایله کې ډېرې پیسې وګټلې، توکي به یې قاچاق کول".

خو د القاعدې په اړه یو بل امریکایی کارپوه ارون زیلین وايي "بلمختار خپلو چارو ته تر هر بل چا ډېر وفاداره و".

د استخباراتي څېړنو د فرانسوي مرکز غړی آلان رودېه وايي چې القاعده د "ښاغلي مارلبورو" له خدمتونو باید مننه وکړي ځکه چې "بلمختار له ۲۰۰۵ کال راهیسې القاعدې ته د قاچاقي کارونو له لارې زیاتره ګاډي او وسلې چمتو کوي".

اختلافونه

په یوه خپره شوې وېدیويي وینا کې، بلمختار د لومړي ځل لپاره په اسلامي مغرب کې خپل ځان د القاعدې مشر پېژني.

کارپوهان په دې اند دي، چې په اسلامي مغرب کې له القاعدې څخه د بلمختار جلاوالی ددې لامل شو، چې د دغې ډلې مشرانو لپاره تر ګډ کار شخصي ګټو ته ډېر پام وشي.

د موریتانیا خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې بلمختار وروسته تر هغه د القاعدې له شبکې جلا شو، چې د مخ پټیو د جنګیالیو د کنډک مشري یې له هغه واخیسته.

د الجزایر یو کارپوه محمد مقام وايي، بلمختار – چې د اسامه په زوی هم یادېږي- تل له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له القاعدې شبکې سره ښه اړیکي ساتلي دي.

دی زیاتوي چې بلمختار په اسلامي مغرب کې د القاعدې د مشر په توګه د عبدالمالک دروکدال له ټاکلو سره مخالفت وکړ؛ ځکه چې باور یې نه پرې درلود، همدارنګه، عبدالحمید ابو زید یې هم د "صحرا امیر" په توګه ونه مانه.

وايي، چې هغه تل له ابو زید سره اختلاف درلو، او ویل به یې چې "پخوانی غل او قاچاق وړونکی مجاهد شوی".

"ویل کېږي، چې د بلمختار تر مشرۍ لاندې د لسګونو او سلګونو ترمنځ جنګیالي فعالیت کوي، چې زیاتره ی له مالي او موریتانیا څخه دي."

په نایجریا کې یوه کاناډايي دپلومات بلمختار ته د یوه "ځیرک"، "سوداګر" او "چلباز" لقبونه ورکړي.

تښتونې او جرمانه

په افریقايي صحرا کې د اسلامي حرکتونو موریتانی متخصص اسلمو ولد مصطفی وايي، بلمختار ځکه له الجزایري اسلامپالو سره اختلاف پیدا کړ، چې هغه د هېواد له سوېلي څخه دی، نه له شماله.

ویل کېږي، چې د بلمختار تر مشرۍ لاندې د لسګونو او سلګونو ترمنځ جنګیالي فعالیت کوي، چې زیاتره ی له مالي او موریتانیا څخه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .