مالیزیا کې نامعلومو کسانو پنځه پولیس وژلي

د خپريدو وخت: 10:51 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

د جمعې په ورځ یوه نښته کې ۱۲ فلپینیان او دوه مالیزیايي پولیس ووژل شول.

مالیزیا کې چارواکي وايي د هېواد په ختیځ ایالت صباح کې له نامعلومو وسله والو سره په یوه نښته کې پنځه پولیس وژل شوي دي. چارواکي پلټنه کوي، چې معلومه کړي، ایا دغه وسله وال خو له فلپینه نه دي راغلي؟

تېره میاشت لږ تر لږه ۱۰۰ فلپینیان مالېزیا ته په کښتیو کې تللي وو. هغه کسان همدې صباح ایات ته تللي وو او ادعا یې کوله، چې د ۱۹ پېړۍ داسې اسناد لري، چې ښيي دغه ایالت د دوی ملکیت دی.

دغه ډله ځان د سولو شاهي پوځ اړوند بولي او لهدداتو نومي کلی یې د فبرورۍ له پیله قبضه کړی دی.

د جمعې په ورځ یوه نښته کې ۱۲ فلپینیان او دوه مالیزیايي پولیس ووژل شول. له دې مخکې د فلپین ولسمشرې بېنګنو اکېنو له یادې ډلې وغوښتل، چې د نورې وینې توېدنې د مخنیوي په خاطر وسله پر ځمکه کېږدي.

د نوموړې په وینا دغه ډله باید له هر ډول قید او شرطه پرته وسله پر ځمکه وغورځوي. د مسلمانانو دغه ډله ادعا کوي، چې صباح ایالت د دوی ملکیت دی.

بل لور ته مالیزیايي چارواکي وايي که دغه ډله وسله و نه غورځوي، دوی به یې پر ضد سخت اقدامات وکړي. د صباح ایالت د پولیسو مشر حمزه تایب اې پي خبري اژانس ته ویلي، موږ غواړو، چې دغه کسان ژر تر ژره وسله وغورځوي، که دوی داسې و نه کړي، پر ضد به یې سخت اقدامات وشي.

د ډلې مشر

د دې ډلې مشري اګبمیدین کرام کوي، چې د سولو د تش په نوم پاچا سلطان جمال الکرام دریم کشر ورور دی. له ۱۹ پېړۍ مخکې سولو سلطنت د فلپین په یو شمېر ټاپ، ګانو کې واکمن و او صباح ایالت د دې سلطنت برخه و، چې وروسته پرې انګریزان واکمن شول.

صباح په ۱۹۶۳ کال د مالېزیا برخه شو او مالیزیا اوس هم سولو سلطنت ته کرایه ورکوي. سولو شاهي پوځیان وايي، دوی غواړي مالیزیا دوی د صباح ایالت رښتیني وارثان وبولي او د ګروې پر شرطونو وروسره له سره خبرې وکړي. خو مالیزیا وايي دغه ډول هېڅ اراده نه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .