" د علامه طاهر اشرفي څرګندونې بې بنسټه دي"

د خپريدو وخت: 12:55 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

د افغانستان د جوماتونو دامامانو شورا یوه غړي، له پاکستاني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د دغه ډول فتواوو مخه ونیسي.

د ځانمرګو بریدونو په اړه د پاکستاني عالمانو د شورا د مشر له څرګندونو نژدې درې ورځې تېرېږي خو د دې څرګندونو پرضد په افغانستان کې غبرګونونه نور هم توند شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي دغه وینا بې بنسټه ګڼلې او وايي، چې هېڅ ډول دیني بنسټ نه لري.

د افغانستان د جوماتونو د امامانو شورا یوه غړي، چې د حج او اوقافو وزارت غبرګون یې خبریالانو ته اعلان کړ، له پاکستاني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د دغه ډول څرګندونو مخه ونیسي.

"لومړی خو دغه شخص د فتوا اهلیت نه لري او په خپل میل او خواهش سره یې دغه فتوا صادره کړې ده. د اسلامي شریعت له مخې دغه فتوا مردوده ده. دغه فتوا دیني بنسټ نه لري او د هغوی د شومو اهدافو د عملي کولو لپاره دغه کار شوی دی. افغانستان هېڅکله د فلسطین او کشمیر په ډول نه شي کېدای، ځکه افغانستان خپلواک او د اسلامي نظام لرونکی هېواد دی"

د پاکستان د دیني عالمانو مشر طاهر اشرفي د جمعې په ورځ په افغانستان، کشمیر او فلسطین کې ځانمرګي بریدونه جایز بللي وو.

په همدې حال کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه څرګندونې خندونکې بللې. د دغه وزارت ویاند جانان موسی زی وايي دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو په زیان دي.

"دغه څرګندونې په بشپړ ډول خندونکې دي او له یوې مخې سیاسي اهداف لري. دغه ډول څرګندونې په هېڅ صورت سره د سولې، ثبات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په معنا نه دي"

د دې څرګندونو په اړه د افغانستان د رسمي غبرګون تر څنګ، ولسي افغانانو هم غبرګونونه ښوولي دي. په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، ټوېټر او نورو ویبپا ڼو کې هم ګڼ شمېر افغانانو د دې څرګندونو پر ضد څرګندونې کړي او هغه یې په توندو ټکو غندلې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .