هوګو چاوېز د ۵۸ کلونو په عمر مړ شو

د خپريدو وخت: 23:56 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

د هوګو چاوېز د مرګ اعلان د وېنزوېلا مرستيال ولسمشر نيکولاس ماډورا وکړ.

د وېنزویلا ولسمشر هوګو چاویز چې د سرطان ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې و، مړ شوی دی.

د ده د مړینې اعلان مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو وکړ.

هوګو چاویز له څه باندې یو کال راهیسي د سرطان په ناروغۍ اخته و او څو ځله یې په کیوبا کې عملیات کړي وو.

ښاغلی چاوېز له هغه راهيسې چې تېره مياشت په کيوبا کې له سرطان ناروغۍ درملنې وروسته خپل هېواد وېنزوېولا ته ستون شوی، په عامه ځای کې نه و ښکاره شوی.

د مرګ اعلان يې مرستيال نيکولاس ماډورا په داسې حال کې چې احساساتي ښکارېده، او د وېنزوېلا مخور سياستوال او پوځي مشران ترې راتاو وو، د سې شنبې پر ځايي وخت ماښام وکړ.

ده وويل: "موږ تر ټولو سخت او خواشینوونکي معلومات ترلاسه کړي چې خپلو خلکو ته یې اعلانوو. نن د مارچ د میاشتې په ۵ مه په ۲۵ باندې څلورو بجو قوماندان ولسمشر هوګو چاویز فیریس ومړ."

له دې مخکې ښاغلي ماډورو ويلي وو، د وېنزوېلا دغه ۵۸ کلن مشر له سختو نوو تنفسي ستونزو سره مخامخ شوی او د ژوند سختو شېبو ته ننوتلی دی.

هوګو چاوېز د ۱۹۵۴ کال جولای پر ۲۸ مه زېږېدلی او د يوه ښوونکي زوی و.

ښاغلي ماډورو دا اعلان هم وکړ چې حکومت يې د وېنزوېلا پر پوځ جاسوسۍ پر سر ۲ تنه امريکايي ډيپلوماتان له هېواده شړلي دي.

د وېزوېلا مرستيال ولسمشر نيکولاس ماډورو وويل هېڅ شک نه لري چې د ښاغلي چاوېز سرطان ناروغي چې لومړی ځل په ۲۰۱۱ کال کې وموندل شوه، د وېنزوېلا غليمانو د ناوړه عمل پايله ده.

"موږ هېڅ شک نه لرو، او په تاريخ کې به يو وخت راشي چې په کې به د دې څېړنې لپاره يوه ساينسي ډله جوړه کړو چې پر مشر چاوېز په دغې ناروغۍ بريد شوی و.

ده په دې اړه په ښکاره خپل نظر څرګند کړی و، موږ يو شک هم نه لرو چې تاريخي غليمانو يوه لار موندلې چې زموږ مشر روغتيا ته په کې زيان ورسوي. دا يوه ډېره جدي مسئله ده، چې ځانګړې ساينسي ډلې له لوري يې بايد پلټنه وشي."

"موږ هېڅ شک نه لرو، او په تاريخ کې به يو وخت راشي چې په کې به د دې څېړنې لپاره يوه ساينسي ډله جوړه کړو چې پر مشر چاوېز په دغې ناروغۍ بريد شوی و. "

مرستيال ولسمشر نيکولاس ماډورا

د وېنزوېلا راډيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لروبر پوځ ځای پر ځای شوی دی. د پوځ يوې اعلاميې هم ويلي دوی به د خپل هېواد خپلواکي او مځکنۍ بشپړتيا خوندی کوي.

اعلاميه کې ويل شوي، چې دوی به مرستيال ولسمشر او پارلمان ته وفادار وي، او خلک يې هڅولي چې ارامي وساتي.

د وېنزوېلا اساسي قانون له مخې به د کانګرېس مشر ډيوسډاډو کابېلو له ټولټاکنو مخکې د منځمهالې ولسمشرۍ دنده پر غاړه اخلي.

د مرګ له اعلان وروسته په ارجنټاين کې ولسمشرې کرېسټينا فرنانډېز خپل ټول فعاليتونه ځنډولي دي. دا او مېړه يې نېسټور کېرچنر د وېنزوېلا دغه ناندره ييز مشر نژدې ملګري وو.

نړیوال غبرګونونه

د ښاغلي چاوېز مړينې له اعلان وروسته نړيوالو غبرګونو نو کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي وېنزوېلا له ننګونکی وخت تېرېږي، او زياته يې امريکا د وېزوېلا له خلکو پر خپل ملاتړ ټينګار کوي.

په ملګريو ملتونو کې د روسيې جګپوړي استازي وېټالي چورکين ويلي ښاغلی چاوېز خپل هېواد، لاتينې امريکا او نړۍ لپاره يو ستر سياستوال و.

د ملګريو ملتونو سرمنشي بانکيمون وويل د وېنزوېلا خلکو او حکومت ته د ژورې همدردۍ احساس پيغام استوي.

په سيمه کې د ارجنټين ولسمشرې کرېسټينا فرنانډېز ويلي د خپل ملګري او انډيوال مرګ له اورېدو وروسته يې خپل ټول فعاليتونه لغوه کړي، او په ارجنټين کې يې ۳ ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د بوليويا ولسمشر اېوو مورالېس ويلي سمدلاسه د کاراکاس پر لور خوځېدونکی دی. پېرو، چيلي او اېکواډور د خواشينۍ او خواخوږۍ ورته پيغامونه استولي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .