ملا امام ‌طالبانو سره د مرستې له کبله محکوم شوی

د خپريدو وخت: 06:02 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

امریکايي څارنوالان وايي سره له دې چې حفظ خان یو امام و خو هېڅ سوله خوښوونکی نه و.

امریکا کې یو مسلمان عمر خوړلی ملا پاکستاني طالبانو ته د زرګونو ډالرو مرستې په ټولولو محکوم شوی دی.

حفظ خان چې ۷۷ کاله عمر لري او د میامي ایالت په یوه جومات کې امام و، په دوو دسیسو کې په لاس لرلو او له پاکستاني طالبانو سره د پېسو او وسایلو په مرستې ګرم پېژندل شوی.

د هر جرم احتمالي جزا ۱۵ کاله بند ده. نوموړي ته به د مئ د میاشتې په ۳۰ جزا ورکړل شي.

څارنوالانو د حفظ خان دوسیه د امریکا د فیدرالي ادارې ایف بي آی له خوا د ګڼو ثبت شویو خبرو پر بنسټ چمتو کړې چې حفظ خان په کې د طالبانو ملاتړ کوي او پاکستان ته د ۵۰۰ زرو ډالرو د استولو په اړه خبرې کوي.

د حفظ خان هغه خبرې هم ثبت شوي چې دی په کې د پاکستان د حکومت د نسکوروېدو او شرعي نظام د رامنځ ته کولو په اړه غږېږي.

د حفظ خان دریځ

خبري اژانسونه وايي هغه په خپلو خبرو کې د امریکايي پوځيانو وژل او په ۲۰۱۰ کال کې په نیویارک کې د بمي برید هڅه هم ستايي.

امریکايي څارنوالان وايي سره له دې چې حفظ خان یو امام و خو هېڅ سوله خوښوونکی نه و.

په خپله حفظ خان ټینګار کوي چې پاکستان ته یې پیسې خپلې کورنۍ، کاروبار، خیرات او په سوات کې خپلې مدرسې ته استولې دي. د حفظ خان وکیل وايي دوی به د استناف غوښتنه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .